قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان اطلاع خپروونکې بنسټ نه په نقل، ابوذر ابراهیمی ترکمان د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان مشر چې نړیواله کانفرانس «بودایی سوله ۲۰۱۶» کې ګډون لپاره سفر کې دي او ړومبۍ سفر یی تایلېنډ ته کړي چې د دغه هیواد له یو شمېر عالمانو، مبلغانو، مذهبی او پوهنتون شخصیتونو او د اهل بیت علیهم السلام منونکو سره یی کتنه او خبرې اترې کړي.
دا کتنه د دی میاشتې په ۲۹ تاریخ باندې د بېنکوک ښار ایرانی کلتور سازمان کې پيل شوه. ابراهیمی ترکمان خپلو خبرو کې د تایلېنډ شیعیانو د بري راز یووالي او وحدت وټاکلو او وې ویل: د شیعیانو او د اهل بیت علیهم السلام سره مینه کوونکو ترمنځه وحدت او یووالی د اهل بیت علیهم السلام د کلتور پرمختګ او خپرول دې.
د کلتوری انقلاب شورا غړي د پیغمبر صلی الله علیه و آله د حدیث بیان سره، د اسلام د دین فلسفه له یو بل سره مینه او الفت وټاکله او وې ویل: نیت کې خلوص او په الله تعالی باندې باور تبلیغی چارو کې ځانګړې برکت لري.
د اسلامی اړیکو او کلتور سازمان مشر څرګنده کړه: دنیا کې د اهل بیت علیهم السلام منونکو بري د قرآن کریم چارښودنې او اخلاق حسنه سره تړون لري او که لوي بري او د فرصتونو ګټه ترلاسه کول غواړو نو باید اراده او له یو بل سره ملګرتیا ته وده ورکړو.
یادښتونه: د دې کتنه په یوه برخه کې بېنکوک کې د الهدی جومات او د جمعه امام حجت الاسلام اباذر، د دار الزهراء سلام الله علیها جومات او جمعه امام شیخ النصار، حجتالسلام سید سلیمان، د پوهنتون استاد شریف هادی او د جامعةالمصطفی(ص) العالمیه استاد قاسمی د تایلېنډ د ټولنې په اړه خپل ویناوې وړاندې کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3468965