IQNA

بې سواده ښځه چې د ټول قرآن حافظه شوه

22:02 - December 04, 2017
د خبر لمبر: 3480847
نړیواله ډله: د مصر بې سواده ښځه سمیره عبدالستار چې په ۵۷ کلنه عمر کې د قرآن کریم حفظ شورو کړو او په ۶ کالو کې یی ټول قرآن کریم حفظ کړو.
بې سواده ښځه چې د ټول قرآن حافظه شوهقرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الوطن خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، سمیره عبدالستار د مصر د «فیّوم» ولایت په یو کلې کې زېږېدلي چې ماشومتوب نه یی د پخواني دودونو په سبب چې نجلۍ به له تحصیل نه محرومه وې له لیک او لوست نه محروم پاتې شوي.
هغه سره د دې چې د لیک او لوست نعمت نه محروم وه، بیا یی هم د قرآن کریم د حفظ او قرائت سره مینه لره نو ځه هغې د واده نه ورستو یی د قرآن کریم تلاوت اورېدلو سره  په ۵۷کلنه عمر کښې ټول قرآن کریم حفظ کړو.
سمیره په دې ۶ کالو کې همدارنګه، جومات ته هم تلله چې هلته د قرآن کریم د حفظ کولو ښودنې په دورو کې به یی ګډون کولو.
دې مصري مېرمنې په دې وروستيو کښې د قرآن کریم د حفظ یو مقابلې کښې ګډون سره  امتیازی لیک ترلاسه کړي.
http://iqna.ir/fa/news/3669113
captcha