IQNA

قدس شریف به د صهیونیسټي رژيم په ادیرې بدل شي

23:59 - December 09, 2017
د خبر لمبر: 3480855
نړیواله ډله: دا فیصله د ځینو عربو هیوادونو په تیره بیا د عربستان د سلامشورو، موافقو او غږملتیاو نتیجه ده او هغوي له څو میاشتې مخکښې نه په دې کار خبر وو.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د تهران راډیو نه په نقل، د ایران د اسلامي انقلاب د پاسدارانو لښکر مشر قومندان په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د امریکې او صهیونیسټي رژيم اصلي هدف د مسجدالاقصی ورانول دي، وویل: قدس به د جعلي صهیونیسټ رژیم ادیره شي.
جنرال محمد علي جعفري نن د سپاه پاسداران د لوې قومندې د کمیټې د یوشمیر کارکونکو په کتنه کښې د بیت المقدس په هکله د ډونلډ ټرمپ د وروستۍ پریکړې په هکله څرګنده کړه: دا ټول اقدامات د مسجدالاقصی د ورانولو سریزې دي او مسلمانان دې پوه شي چې که د دې سپيرو دسیسو په وړاندې سمدستي راپورته نه شي نو وخت به یې ډیر په چټکۍ سره له لاسه ووځي.
هغه په دې خبرې سره چې امریکې او صهیونیسټي رژيم د قدس شریف خلاف خپل ترټولو ستره او تاریخي بې عقلي کړې ده، زیاته کړه: دا فیصله د ځینو عربو هیوادونو په تیره بیا د عربستان د سلامشورو، موافقو او غږملتیاو نتیجه ده او هغوي له څو میاشتې مخکښې نه په دې کار خبر وو.
parstoday.com

captcha