IQNA

په کشمیری مظاهرچیانو د هندی عسکرو په ډزو کی په لسګونو کسان مړه او ژوبل شول

9:45 - August 21, 2019
د خبر لمبر: 3482365
نړیواله ډله: د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کی د سخت ګرځبندیز له امله د خوړو او درملیز څیزونه ختم شوی دی او له نړۍ سره د کشمیری خلکو رابطه غوڅ ده چی له دغو شرایطو کشمیری خلک تر پوزی راغلی دی او په ځینو سیمو کی کشمیری خلکو د ګرځبندیز پروا نده کړی او د هند حکومت پرضد یې شعارونه ورکړی دی
د ایکنا راپور له مخې، د تهران راډیو پښتو برخې نه په نقل، د پاکستانی رسندویو له راپور سره سم نن د هند تر کنټرول لاندې په کشمیر کی د سخت ګرځبندیز له امله د خوړو او درملیز څیزونه ختم شوی دی او له نړۍ سره د کشمیری خلکو رابطه غوڅ ده  چی له دغو شرایطو کشمیری خلک تر پوزی راغلی دی او په ځینو سیمو کی کشمیری خلکو د ګرځبندیز پروا نده کړی او د هند حکومت پرضد یې شعارونه ورکړی دی . له هندی عسکرو سره په نښتو کی یو ځوان وژل شوی او په لسګونوهم ژوبل شوی دی . له بلي خوا زمونږ خبریال وایی دپاکستان دبهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشی د پنجاب صوبې په ملتان ښار کښې په یوه(۱) خبری کانفرنس کښې د هندوستان لومړی وزیر ته وویل چې په کشمیر کښې ټولپوښتنه(referendum ) ترسره کړی .
هغه وویل زه د هندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی ته چیلنج ورکوم چې ګرځبندیز یعنی کرفیو( curfew) ختمه کړی او د کشمیر دپخوانۍ اعلی وزیرې میرمن محبوبه  مفتی ، د اوسنی اعلی وزیر عمر عبدالله او د حریت کانفرنس د مشرانو میر واعظ عمر فاروق یاسین ملک او دنورو شخصیتونو د کشمیر خلکو او دحکومتی چارواکو په شمول ټولو ته بلنه ورکړی چې په کشمیر سیمه کښې په ټول پوښتنه کښې ګډون وکړی .
د پاکستان  خارجه وزیر خورشید شاه دهندوستان لومړی وزیر ناریندرا مودی ته په وینا کښې وویل په سرینګره یا بل هر ځاې کښې چې ته یې مناسب ګڼئ ټولپوښتنه ترسره کړه .
د هندوستان ترکشمیر لاندې سیمه کښې د خلکو پرضد محدودیتونه اوس هم  دوام لری او نن  څوارلسمه (۱۴) ورځ کیږی چې د کشمیر خلک له ډیرو زیاتو مشکلاتو سره مخامخ شوی دی .
د کشمیر په ډیرو سیمو کښې دهندوستان عسکر دیره دی او ګزمې کوی او په سرینګر سیمه کښې ډیر کم خلک له خپلو کورونو بهر راوځی .
د پاکستان خارجه وزیر شاه محمود قریشی وویل د ملګروملتونو سرمنشی انتونیو ګوتریش ویلی دی چې دوې کشمیر د لانجې وړ سیمه ګڼی  او د ملګروملتونو پریکړه لیکونه ددغه سیمې شخړه ختمولی شی کومه چې له نړیوالو قوانینو سره سمون خوری .
http://parstoday.com/ps/news/world-i84098
captcha