IQNA

د انګلستان په کتابتون کې په ۴۰۰کلنې مخینې سره په طلا لیکل شوی خطي قرآن 

15:03 - July 10, 2023
د خبر لمبر: 3487606
ایکنا-(انګلستان) د قرآن کریم  په طلا لیکل شوي یوه خطی نسخه چې  څلور سوه کلن پخوا پړاؤ ته ګرځي ،  د انګلستان په چټام کتابتون کې ساتل کیږی.

 ایکنا د آناتولي له قوله رابور راکړ، چټام کتابتون چې د بریتانیا په منچسټر کې واقع په آنګلوسکسن جغرافیې کې په ترټولو پخواني عمومی کتابتون  په توګه پیژندل کیږي، څه دپاسه  یولک شل زره خطي تاریخي نسخې او یو طلا سره لیکل شوی قرآن کریم  چې ۱۶۱۰ میلادي کال ته ورګرځي ،  ساتل کیږي.

په انګریزي ژبې هیوادونو کې  ترټولو پخوانی عمومی کتابتون  یعني چټام کتابتون په څه د پاسه درې سوه اویا کلونو  مخینې او د مینځنیو پیړیو په لرګینې  معمارۍ سره د نړیوال او ملی اهمیّت لرونکو  خطي نسخو ټولګه  ده .

دغه کتابتون په منچسټر کې یعني د نړۍ په لومړني صنعتي ښار کې  په ۱۶۵۳ کال کې جوړ شوی او د یوه شتمن تاجر همفرې چیټام په وصیّت سره  په ټوکر سره یوه تاسیس شو  او او په ۱۶۵۵کال کې ئې دروازې د عامو خلکو لپاره پرانیستل شوې .

دآناتولی د راپور په اساس،  دغه تاریخي کتابتون  چې د پخوانیو کتابونو بوي ترې ر اځي ، په یوه ماسه سنګي ودانۍ کې  واقع دی  چې مخینه ئې ۱۴۲۱ میلادي کال ته ګرځي  او د ښار د کلیسا د کشیشانو یا پادریانو لپاره  جوړ شوی ؤ.

قرآن خطی طلاکوب با قدمت 400 ساله در کتابخانه انگلیس

د مینځنیو پیړیو کابو څلویښت خطي نسخې  او همداراز یاددښتونه ، لیکنې ، لیکونه او نقاشي آثار  او څه دپاسه یولک شل زره کتابونه چې  په هغو کې له نیمو زیات  له ۱۸۵۰ کال څخه مخکې خپره شوي دي ،په دغه کتابتون کې ساتل کیږي.

د کتابتون د لیدونکو دخدماتو  غږملونکی مسئول  سیان لوئيز ماسن  وائي ، یوه ناپيژاند کس  دغه کتاب په ۱۷۴۷کال کې  چټام کتابتون ته ډالۍ  کړی او د کتاب د ډالۍ کیدا تاریخ هم  د قرآن  کریم د نسخې په لومړي مخ لیکل شوی دی . هغه ووئیل،  د پخوانیو نسخو  طلائي رنګ  معمولا د وخت په تیریدا سره  یا تور رنګه او یا سور کیږی، خو دغه قرآن  په حیرانونکي ډول   خپل طلائي رنګ هماغه راز ساتلی دی.

 https://iqna.ir/fa/news/4153785/  

captcha