IQNA

په يمن باندې د سعودي د حملو په دوام د پاکستان د وزيراعظم نيوکه

22:42 - August 04, 2020
د خبر لمبر: 3483471
تهران (ایکنا) - د پاکستان وزيراعظم عمران خان په يمن باندې د سعودي د حملو په دوام نيوکه وکړه.

عمران خان له الجزيزه ټي وي چېنل سره په مرکه کښې په يمن باندې د سعودي د فوځ د حملو د دوام په ردعمل کښې وويل، په دغه هېواد کښې يوه انساني غميزه رامنځته شوې ده.

د پاکستان وزيراعظم همدارنګ د سعودي د حملو په وجه په يمن کښې رامنځته شويو ويجاړيو ته په اشارې سره زياته کړه، اسلام آباد په يمن باندې د حملو او د دغه جنګ د ختمولو لپاره هلې ځلې کوي.

سعودی د اماراتو، امريکې، اسرائيلو او څو نورو عربي او لويديځو هېوادونو  په ملاتړ او اقتدار ته د مستعفي او فراري ولسمشر عبد ربه منصور د رسولو په بهانه د ۲۰۱۵ ميلادي کال له مارچ راهسې د يمن د خلقو خلاف حملې شروع کړې دي چې اوس هم دوام لري او په دغو حملو کښې په زرګونو کسان مړۀ او ژوبل شوي او د هېواد روغتونونه ، ښوونځی ، بېخ بنائي تاسيستات او د خلقو کورونه تباه کړې شوي دي . او په ميلينونو يمنيان کډه په سر شوي او اوس هم يمنيان د زمکې ، هوا او سمندر له لوري په محاصره کښې له سختو خوراکي، درملي او د ضرورت وړ نورو څيزونو له سخت کمښت سره مخامخ دي.

د يمن په خلقو باندې د سعودي د مرګونو حملو په دوام چې پينځه کلونه يې شوي دي د پاکستان د وزيراعظم نيوکه د يمن د جنګ په وړاندې د اسلام آباد د معلومې پاليسۍ يوه نښه ده.

په يمن باندې د سعودي د جنګي تيري په ابتدائي مياشتو کښې د رياض چارواکو د پاکستان له حکومته وغوښتل چې په دغه جنګ کښې دې له سعودي سره ګډون وکړي چې دغه مسئله د دغه هېواد د پارلېمان له مخالف سره مخامخ شوه.

سعودي حکومت د يمن په جنګ کښې د ګډون لپاره د پاکستان د نظر په جلبولو کښې له ناکامۍسره په مخامخېدنه کښې کوشش وکړ چې بې له سوده د پوره او مرستو د ورکولو لپاره د وعدو له لارې اسلام آباد ته لالچ ورکولو وسيله استعمال کړي چې يو ځل بيا له ماتې سره مخامخ شوه.

البته د سعودي چارواکو د يمن په جنګ کښې د پاکستان د فوځ له برخه اخېستلو سره د دغه هېواد د پارلېمان له واضحه او پرېکنده مخالفت نه پس کوشش وکړ چې له عمران خان سره د پټې موافقې په شکل له دغه جنګ څخه د اسلام آباد ملګرتيا او ملاتړ ترلاسه کړي چې د پاکستان وزيراعظم ځينو ملي او ګوندي ملاحظاتو ته په پام سره د رياض لخوا داسې يوې غوښتنې ته له غاړه اېښودو ډډه وکړه.

په تېره بيا دا چې د يمن په جنګ کښې د برخه اخېستلو لپاره له پاکستانه د سعودي د غوښتنې په ډاګه کېدو سره په يووخت له ولسي مخالفتونو نه علاوهد عمران خان د حکومت مخالفو ګوندونو هم په دې باره کښې تحريک انصاف واکمن ګوند ته خبردارے ورکړ.

البته د سعودي تر سخت دباو لاندې د پاکستان د فوځ پخواني عمومي قوماندان جنرل راحيل شريف د يمن د خلقو په خلاف د سعودي د ماتې خوړونکي ائتلاف قومانداني په غاړه واخېسته چې دغه موضوع هم د پاکستان د خلقو او سياسي او رسانه اي ټولنو له سختو غبرګونونو سره مخامخ شوه.

د ۲۰۱۶ کال په اپرېل کښې د پاکستان د پارلېمان پرېکړليک ته په پام سره چې د هغه له مخې دغه هېواد پکار دے د يمن په بحران کښې بې طرفه وي د سعودي په ائتلاف کښې د جنرل راحيل شريف موجودګۍ د دغه پرېکړليک خلاف ورزي وکړه.

خو د پاکستان په حکومت کښې چې د بجټ له سخت کمښت سره مخامخ دے له سعودي څخه د مالي مرستو حاصلولو په شمول د ځينو ملاحظاتو باوجود عمران خان د يمن په جنګ کښې له رياض سره د هر ډول ملګرتيا د سياسي بې ثباتۍ سبب بللې ده او همدط مسئلې اجازه ورنه کړه چې د تحريک انصاف واکمن ګوند د سعودي د هيلو په لار کښې څه اقدام وکړي.

په داسې حالاتو کښې دي چې د  ۲۰۱۸ کال په اوړي کښې اقتدار ته د رسېدو له وخت عمران خان په وړومبي ځل د يمن د بې دفاع خلقو په خلاف د سعودي په جنګ باندې په واضحه او سرکاري توګه نيوکه وکړه.

تهران راډيو

captcha