IQNA

د حج د تاریخ ترټولو منظم طواف څرنګه محقق شو / ویډیو

9:25 - August 05, 2020
د خبر لمبر: 3483477
تهران (ایکنا) - سږکال د حج ځانګړي مراسم په حاجیانو کې د کرونا وائرس له خپریدو څخه مخنیوي لپاره له داسې تدبیرونو سره ترسره شو چې د حج په تاریخ کې په لومړي ځل د خدای د کور د منظم طواف شاهدان و.

سخت تدبیرونه چې د کورونا د وباء له امله د سږکال د حج د مراسمو لپاره د سعودي عرب په نظر کې نیولې و، ترسره شول او د حج مراسم له تیرو کلونو څخه په جلا توګه په منظم ډول ترپای ورسیدل.
د مدینې منورې ښاروالۍ په ټولنیزه چینلو کې له خپل اکاؤنټ څخه په مسجد الحرام کې د حاجیانو د طواف یوه ویډیو خپره کړې ده.
په دغه ۴۰ سیکنډه ویډیو کې مسجد الحرام ته د ټولنیزه فاصلو ته په پام سره د حاجیانو راتلل څرنګوالی ښودلی شوی دی. دا ټولنیزه فاصله څه په هغه وخت کې چې مسجد الحرام کې ولاړ دي او هم په هغه وخت کې چې له خانه کعبې طواف کوي له طواف کوونکو ښځو او سړو لخوا ورته پام شوی دی.
د دې فلم پر اساس، حاجیان ښځې او سړي له بیلا بیلو دروازو مسجد الحرام ته داخلیږي او په پيل کې ښځې په بیلابیلو صفونو کې د کعبې مخې ځای ته داخلیږي ترڅو د طواف لپاره تیارې شي. بیا سړي ټولنیزې فاصلې ته په پام سره د مسجد الحرام له نورو دروازو څخه داخليږي. په بیلابیلو صفونو کې ښځو پسې وروستو او ټولنیزې فاصلې ته په پام سره د طواف لپاره تیاریږي.
دغه وخت په بشپړه منظم ډول د خدای د کور طواف پيل کېږي په داسې حال کې چې د صفونو ترمینځه فاصلې هم هغه شان شتون لري او حاجیان بې له رشه او په منظم ډول خپل طواف ته دوام ورکوي.
د طواف په حال کې یو بل د پام جلب کونکۍ مورد، د حاجیانو رنګینې چترۍ وې چې سږ کال د زایرانو په لاسونو کې د طواف په وخت نیولې وې.
captcha