IQNA

د طالبانو نړۍلید په عمل کې له داعش سره څه خاص فرق نه لري

16:31 - January 10, 2022
د خبر لمبر: 3485246
تهران (ایکنا) – د افغانستان یوه پوهنتوني استاد او لیکوال  ښاغلی کریم پاکزاد وائي په دې باندې د طالبانو  اعتقاد چې ؛شریعت د هر څه  اساس شي او اساسی قانون  او نورو جزائی  یا مدني قوانینو ته څه خاص ضرورت نشته ،  د داعش له نړۍ لیدسره څه خاص واټن نه لري .

 ایکناخبری آژانس راپور راکو ، د افغانستان د کابل پوهنتون دغه استادکریم پاکزاد پخپلو خبرو کې چې له ایکنا سره ئې په مرکې کې کړي، ووئيل ،ددغو داړو ډلو ترمینځ توپیر او حتی ددښمنۍ اساسی دلیل  په دې کې دی ،چې طالبان  یو قو م پرست او تر ډیره حده یو قومي غورځنګ دی، په داسې حال کې چې داعش یو نړیوال او نړۍ پال  غورځنګ دی چې د خلافت داحیاء له لارې د نړۍ د اسلامی جوړولو په موخې سره عمل کوي .

په افغانستان کې د ولسی حکومت دنسکوریدا په کابو درو میاشتو تیریدا او په دغه هیواد کې د طالبانو واک  ته په رسیدا سره داسې ښکاري ، چې په افغانستان کې وضعیّت نه یوازې له سیاسي او نړیوال پلوه  نامعلوم دی،بلکې ددغه هیواد  اقتصادي وضعیّت ته په پام سره  په دافغانستان کې  دیوې سترې انساني غمیزې د رامینځةکیدا تصور هم  لیرې نه دی .

کریم پاکزاد چې د  کابل پوهنتون د سیاسی علومو اوحقوقو پخوانی استاد او د فرانسې د سټراټژيکو اونړیوالو مطالعاتو د فاؤنډیشن یو څیړاند  دی ، له ایکنا سره پخپلې دغې مرکې کې  ووئیل  دداعش ډلې  لپاره  د دوي په اند د اسلامی تفکراتوپه اساس نړۍ برابره کړي، خو دوي دم ګړۍ په اسلامی هیوادونو کې  دامنیت دګډوډولو او بې نظمۍ رامینځةکولو له  لارې  او دغه راز له خپلو ځيږو  او ورانکارو تفکراتو څخه په استفادې سره  ددغو اقداماتو دعملی کولو هڅه کوي ،  نو د همدې نظر په اساس ، داعش په افغانستان کې  کې  همدغه موخه تعقیبوي  او د اهل تشیَع او نورو هغو درستو پرګنو په ضد چې د دوي د افکارو خلاف وي ځان مرګي بریدونه او یا حملې  ورباندې کوي څو  اړۍ ګړئ جوړه کړي او ویره  او وحشت خور کړي ، چې له دوي مخکې همدغه کار د طالبانو وګړو کاوه او  په خلکو کې به ئې د ویرې او وحشت دخورولو  کارونه کول .

 هغه ووئیل ځینی نور دلیلونه هم شته ، هغه هیوادونه چې د طالبانود په  رسمیّت پيژندنې پلویان دي  لکه پاکستان ،قطر ترکیه  او حتی چین  ، دې ته اړ باسي چې په اوسنیو شرائطو کې د طالبانو د  په رسمیّت له پيژندنې  ډډه وکړي . د امریکا ، اروپائي اتحادئې  او ملګروملتو  په دریځونو کې دطالبانو د په رسمیّت پيژندنې شرائط په روښانه توګه تعریف شوي دي چې له هغو ځيني د  ایران داسلامی جمهوریت په څير د سیمې د هیوادونو په وسیله هم منل شوي دي . هغه ووئیل د طالبانو ددغو کړچارونو پلوي هیوادونه هم ورڅخه نشي تیریدلی ،مګر دا چې په نړیواله  سویه  د منفي غبرګون خطره ومني .په دغو کې تر ټولو مهم شرط  دیوه ټول شموله حکومت جوړول دي چې پکې د افغانستان درست قوي او اجتماعي ډلې ټپلې  ځانونه شریک وګڼي . 

 هغه د یوې پوښتنې په ځواب کې ووئيل ، دې کې شک نشته چې  له افغانستانه د امریکا وتل غیر مسئولانه وو ،او  ددغه هیواد ددرستو پرګنو په تیره بیا د میرمنو  دحقوقو د بیرته خلاف ورزیو  او د ټولنیزو بریاؤ د له مینځه تلو سبب شوي دي . امریکا له خپل شل کلن شتونه  وروسته همداسې کیدل غوښتل چې په دغه هیواد کې اړۍ ګړئ او تاؤتریخوالی دوام ولري  او ډیری ووائي چې که امریکا وائ نو دغه حالات به نه رامینځةکیدل .په همدې خاطر  دقطر په دوحې کې ئې  د کابل د حکومت په ځاي  له طالبانو ډلې سره د سولې موافقه وکړه چې همدغه موافقه د کابل دحکومت د نسکوریدا او پر درست افغانستان د طالبانو د ولکې لامل شوه  او د نن سبا اړئ ګړئ هم دهمدغې موافقې  یوه اساسی نتیجه ده .  

https://iqna.ir/fa/news/4022307   

captcha