د کوچني اختر لمونځ نن په تهران پوهنتون کښې د حکومتي چارواکو او د خلکو د بیلابیلو پرګنو په شتون سره د تهران د جمعې لمانځه د موقته خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي په امامت سره ترسره شو .
د کوچني اختر لمونځ د کورونا ویروس په وجه له دوه (۲) کاله وقفې او ځنډ وروسته نن د ایران د پلازمینې تهران په پوهنتون کښې وشو .
د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب د کوچني اختر په خطبو کښې وویل د قدس په نړیوالې ورځې هم د ایران او د نورو اسلامي هیوادونو خلک میدان ته راووتل او د کورونا له شرایطو دوه (۲) کاله وروسته یې وښودله او هیڅ موضوع د فلسطین مسله پیکه نشي کولای .
صدیقي د قدس د نړیوالې ورځې په لاریون کښې د اسلامي امت او د مقاومت د جهبې شتون ته په اشارې سره وویل د قدس او د فلسطین ایډیل ژوندی دی او د فلسطین ملاتړي اسلامي امت بیرغ پورته کړی دی .
صدیقي وویل فلسطیني ځوانانو په شهادت غواړو عملیاتو سره د صهیونیسټانو لپاره ډګر تنګ کړی دی او په مقاومت او جانانه حملو سره یې اسرائیل په انزوا او انفعال کښې راوستلي دي او د بریالیتوب یوازنې کلیبد مقاومت دی .
د تهران د جمعې لمانځه موقته خطیب حجت الاسلام و المسلمین کاظم صدیقي په افغانستان کښې وروستیو ترهګرو پیښو او د افغانستان ، اوکراین او د یمن له موضوعګانو سره د بشري حقوقو د مدعي هیوادونو دوه ګوڼه سلوک او کړچار ته په اشارې سره وویل د بشري حقوقو مدعیان اصلا له بشري حقوقو خبر نه دي .
صدیقي وویل د افغانستان په چارواکو په جدي ډول غوښتنه کوو د افغانستان د ملت لپاره امنیت تامین کړي او زر ترزره ترهګرې ډلې وپيژندي او هغه له مینځه یوسي .
هغه وویل د افغانستان مظلوم خلک په بیلابیلو ښارونو کښې د نړیوال استکبار د لاسپوڅو ، اسرائیلو او د امریکا له کینې سره مخامخ شوي دي او په جوماتونو او ښوونځیو کښې په سلګونو روژه تیان په وینو کښې لیت پیت کړی شول .
Parstoday.com/ps