IQNA

لمونځ کوم ډول فلاح ته د رسیدا سبب ګرځي ؟

16:06 - May 14, 2022
د خبر لمبر: 3485796
تهران(ایکنا)ـ د حی علی الفلاح په هکله چې د اذان او د اقامه یوه برخه ده

دغه پوښتنه مطرح کیږي چې ایا لمونځ فلاح او ژغورنه ده او څرنګه فلاح ته  د رسیدا سبب کیږي ؟

په قران کریم کښې د فلاح ټکی په بیلابیلو ډولونو استعمال شوی دی .

د بیلګې په توګه مومنون سوره« قَدْ أَفْلَحَ الْمُؤْمِنُونَ»( مومنون/۱) په ایت سره  پیل شوي ده او په بقره سورې کښې هم وروسته له دې چې خدای پاک ج پرهیزګاران معرفي کوي ، او فرمايي «اُولئِکَ عَلَی هُدًی مِن رَبِّهِم وَ اُولئِکَ هُمُ المُفلِحونَ» (بقره/۵)

فلاح د نیکمرغۍ او د بریالیتوب په معنا کارول کیږي ؛څرنګه چې د قران کریم قَدْ أَفْلَحَ الْيَوْمَ مَنِ اسْتَعْلَىٰ »(طه/۲۰) ایت  هم ښکاره دی .

هرڅوک په ذاتي ډول د خوشبختۍ په نوم یو ورک شی لري او داسې هیڅوک نه پیدا کیږي چې د دغه خوشبختۍ په لټه کښې نه وي .

نهايي هدف او د انسان نیکمرغۍ خدای پاک ته نږدې کیدل دي او هغه ته د رسیدا لاره خدای ته توجه کول او د هغه اطاعت کول دي ، خو په دغه لاره کښې د ژوند ضرورتونو د انسان پښې او لاسونه تړلي دي او د کمال په لور د هغه د تلو او خدای ته د نږدې کیدا خنډ کیږي .

خدای پاک مونږ نهايي کمال ته د رسیدا لپاره خلق کړي یوو .

تر ټولو  ښه عامل چې انسان له دغو سختیاتو څخه ژغورلی شي ، د خدای یادول دي او د خدای د یاد تر ټولو ښه نښه په لمونځ کښې تحقق مومي . پر دې اساس که چیرې وویل شي لمونځ د فلاح او د ژغورنې عامل دی په دې معنا دی چې لمونځ انسان له ککړتیاو او مادي تعلقاتو او د شیطان له اسارت او بند څخه ژغورلی شي او هغه د انسان د ژوند اصلي لارې ته چې هماغه د انساني معنوي تکامل لاره ده هدایت کړي .

خدای پاک ج وفرمايل إِنَّ الصَّلَاةَ تَنْهَىٰ عَنِ الْفَحْشَاءِ وَالْمُنْكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ »(عنکبوت /۲۹) او په یوه بل ځاې کښې حضرت موسی علیه السلام ته فرمايي : أَقِمِ الصَّلَاةَ لِذِكْرِي (طه /۲۰)

دغه مطلب د ایران د قم د علمیه حوزې د استاد ،  متفکر او د قران کریم د مفسر ، فیلسوف او د فقیه محمد تقي مصباح یزدي ۲۰۲۱- ۱۹۳۵ له کتاب «به سوی تو» څخه اخیستل شوی دی کوم چې د تفسیر ، د فلسفې د اخلاقو او د اسلامي معارفو په شمول د اسلامي علومو په هکله بیلابیل کتابونه تالیف کړی دي .

بچوې: نماز ، اذان ، فلاح ، خدا ، سعادت
captcha