IQNA

د قرآن دتلاؤت هنر/4

د استاد منشاوی تلاؤت؛آسان البته په زړه پورې

15:24 - September 22, 2022
د خبر لمبر: 3486258
ایکنا-(تهران)استاد محمد منشاوي  دمصر یو ټر ټولو تل پاتې قاری دی،دهغه تلاؤتونه آسان او البته ډير په زړه پورې او خاص وو،په دې توګه چې وتوانید،ځان ته مختلفې سلیقې جلب کړي.

 محمد صدیق منشاوي په ۱۹۲۰کال کې زیږیدلی او په ۱۹۶۹ کال کې وفات شوی دی.شیخ منشاوي یو زاهد او په یوې زاهدې او عبادت کونکي کورنۍ کې لوي شوی ؤ،دهغه پلار اوورور هم دقرآني چارو مینه وال ؤ او په دغې کورنۍ کې  عرفاني ګروهنې هم موجودې وې. په بله معنا، هغه  اهل معنا،زهد،تقواله دینوي مسئلو لیرې کیدا او د کلام الله اصل ته توجه کونکی ؤ او  دهغه په کورنۍ کې یو داسې مکتب واکمن ؤ چې په کې  دغه رویّه موجوده وه.

منشاوي په یوې مرکې کې وائي،په پيل  کې ئې قرآن کریم حفظ کړ او وروسته دقرائت دعلومو په لور لاړ. دغه روده  په مصر هیواد کې د یوې معمولي رودې په اساس وه چې د تلاؤت دفن له یادونې وروسته ،تقلید ته ئې مخه کوله او له هماغه مکتبه چې پخپلې سیمې کې ئې دود ؤ ،تقلید ئې کوۀ او دهغه مکتب شاګرد کید.

داستاد منشاوي شاهکار تلاؤتونه ،د کابو ۴۷کلنۍ  او دهغه له رحلت تر دوو مخکې کلونو لپاره دي . البته  داستاد  دځوانۍ د پړاؤ تلاؤتونه دمونږ لاس ته نه دي رسیدلي  او یا ډير محدود دي. د هغه دتلاؤتونود نه ریکارډ کیدا یو دلیل،سیاسی مسئلې وې. استاد منشاوي  تر یوه حده له حکومته لیرې شوې ؤ او داچاره سبب شوې وه څو د هغه دغږ ریکارډ کونې ته څه خاص توجه ونشي.په همدې سبب  دهغه دځوانۍ اوزلمیتوب  د پړاؤډير زیات تلاؤتونه  نشته او هغه تلاؤتونه چې  باقي پاتې دي ، دخلکو له خوا ریکارډ شوي  او  همدا د منشاوي دتلاؤتونو  معیار ښئ.

د  استاد منشاوي آوازپه قاریانو کې ترټولو ښه او په زړه پورې غږ دی .د تاریخ په اوږدو کې په دغه اندازه غږ چې د ټولو خوښ وي ، نشته.د  استاد منشاوي تلاؤت ته له غوږ کیښودو نشو پاتیکیدئ. درستې سلیقې وائي چې دغه غږ ډير په زړه پورې دی .استاد منشاوي  چې عمر ئې هرڅومره زیاتید،نو د غږ او لهجې له پلوه دقرآن د آسان  تلاؤت  په لور ئې حرکت کوۀ؛ یعني  په تلاؤت کې به ئې  کلمو ته ډير پام کوۀ او  د لهجې او آواز  ته به ئې کمه توجه کوله، چې همدغه چاره دهغه دغږ او لهجې د لازیات ښه والی او زړه ته د نزدیکیدا لامل کیدله،په داسې حال کې چې  د آواز او لهجې له پلوه هم  په اوج کې ؤ او داسې نه وه چې ووایو  له صوتي او دلهجې  له ظرفیّته ئې  استفاده نه شوه کولئ. دهمدې لپاره  استد منشاوي په تلاؤت کې دقاریانو لپاره ډیره مناسبه بیلګه ده.

 د منشاوي شخصیّت او انداز  ایجابوي  چې د ټکنیک له دغې ا ندازې استفاده وکړي. که څه هم پرمختګ دې نتیجې ته ورسیدچې باید په لا آسان ډول قرآن ولولي. البته  مونږ نه پوهیږوچې  دهغه په شخصیّت کې څه بشپړتیا راغلې چې دغه شان فیصله ئې  کړي. داسې نه وه چې  کوم کار ئې نه شو کړئ او اتفاقا  ډيره تخنیکي کارونه ئې ترسره کړي ،البته مونږ  نه دي آوریدلي . استاد منشاوي په قرائت کې د خاصو ترکیبونو د رامینځةکولو توانمني درلوده.

captcha