قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Iraqakhbar.com خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د کربلا پولیس مشر دې کال د اربعین په ورځو کې د خدمات ورکولو خېمو شمېر په اړه یوه بیانیه کې اعلان کړي: د کربلا ولایت د پولیس په اداره کې د حسینی موکب اداره کولو برخه، تراوسه له ۷ زرو نه زیات خېمې ثبت شوي.
په دې بیانیه کې راغلې چې د کربلا ولایت د پولیس په اداره کې د حسینی موکب اداره کولو برخې ډګروال قاسم مسرهد، او د کربلا د پولس مشر دستور احمد علی زوینی وایئ چې د کربلا د پولیس په دفتر کې تر ۷ زره خېمو اطلاعات ثبت شوي.
د کربلا پولیس په دې بیانیه کې تاکید کړي: دا خدمات ورکوونکې خېمې د کربلا د ولایت والي، پولیسو او امنیتي ځواکونو له اړخه ښودلې شوي لارښوونې او د قوانین خیال ساتلو باندې مکلف دي چې د اربعین مراسم تر پایی پورې ادامه لري.
د کربلا ولایت د امام حسین علیه السلام اربعین (څلوېښتی) په ورځ د ملیونو زائرانو لپاره مراسم پیل کوي.
http://iqna.ir/fa/news/3656556