IQNA

د قرآن د کربلا جایزې د نړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ ترسره کیږي

8:31 - July 06, 2023
د خبر لمبر: 3487585
ایکنا-(تهران) د کربلا معلی د جایزې د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت دنړیوالو سیالیو  دوهم پړاؤ د حضرت امام حسین علیه السلام دسپيڅلي حرم په صحن کې د راتلونکي اونۍپه یکشنبې ورځې ترسره کیږي.

ایکنا خبری آژانس راپور راکړ،د حسینی مقدس آستان دارلانشاء په یوې اعلامیې کې ووئيل، د کربلا معلی  د قرآڼ دتلاؤت او حفظ د جایزې دنړیوالو سیالیو دوهم پړاؤ ترسره کوي.

دغه سیالس د حسيني مقدس آستان د دارالقرآن  په همت سره، په نورو هیوادونو کې  په  مقدسو آستانونو او نورو زیارتونو له خوا د معرفي شووو ګډون کونکو ځانګري تلاؤت  او حفظ په څانګو کې ترسره کیږي.

ددغو سیالیو  پرانیستونکی دستورې د  جولائي په نهمه نیټه یا د راتلونکي اونۍ په  یکشنبې ورځې  په کربلا معلی کې د حضرت امام حسین علیه السلام د حرم په صحن کې ترسره کیږي.

دحسینی مقدس آستان  د دارالقرآن  د برخې مدیر شیخ خیر الدین علی الهادي  تیر کال د ایکنا خبری آژانس  د  دفتر دلیدو په وخت وئیلي وو،هغه هیوادونه چې  دمعصومین علیهم السلام  عتبات لری، لکه  دایران او سورئې ،نو بلنه ورکول کیږی څو   دغو سیالیو ته خپل نمایندګان معرفي کړي.

 هغه هیوادونه چې خپل نمایندګان سږکال د  کربلامعلی  نړیوالې جایزې ته لیږي، د کوربه هیواد  عراق پر نماینده سربیره،د ایران اسلامی جمهوریت ،کویټ،مصر،لبنان،عربستان،ترکیه،سوریه ،الجزایر او افغانستان پکې شامل دي.

https://iqna.ir/fa/news/4152692

 

captcha