IQNA

آیا فرانسه له بحران سره مخ ده او که اسلام سره ؟

6:52 - July 09, 2023
د خبر لمبر: 3487598
ایکنا-(عمان) دعمان ستر مفتي په یولړ ملنډو وهونکو څرګندونو کې د فرانسې ولسمشر  دهغو څرګندونو په خاطر چې د اسلام په ضد ئې مطرح کړې وې ،مسخره کړ.

ایکنا د الخلیج انلاین له قوله راپور راکړ، له دې وروسته چې د فرانسې ولسمشر آمانوئل ماکرون مدعی شو چې اسلام  له بحران سره مخامخ شوی دی ، د عمان مفتي احمد الخلیلي  پرون هغه ته په ځواب کې ټينګار وکړ، ددغې ادعا له مطرح کیدا وخت راهسې دا فرانسه ده چې له دوامدارو بحرانونو او ترینګلتیاؤ سره مخامخ شوې ده.

دعمان مفتي روښانه کړه ،هغه څه چې په فرانسې کې روان دي ،او لا په پراختیا دي، څومره لوي عبرت دی ، ځکه له هغه وخت راهسې چې د فرانسې ولسمشر وئيلي چې  اسلام په بحران کې دی ، فرانسه له دوامدارو ترینګلتیاؤ او بحرانونو سره لاس اوګریوان شوې ده.

احمد الخلیلي  ددې خبرې په کولو سره چې  فرانسه تر دې دمه  له بحرانو سره مخ ده او ورڅځه کړیږي،په دغه هیواد کې ورپسې بحران په پيلیدو دی ټينګار وکړ، آیا هغه کسان چې د  اسلام دین سره دښمني  لري او ورسره جنګیږي، له دغې موضوع عبرت  اخلي؟

د فرانسې ولسمشر له دې مخکې وئيلي وو، اسلام د یوه دین په توه نن سبا په درستې نړۍ کې له بحران سره مخامخ شوی دی،نوځکه فرانسه باید د  اسلام له منزوي غواړي چارو سره  مقابله وکړي.  دفرانسې ولسمشر په تیرو کلونو کې هم په کرتو  په اسلام سختې  حملې کړې وې.

دعمان مفتي لهدې مخکې هم  ددې خبرې په کولو سره چې  ټول عاقلان په دې اند دي چې  د اوسنۍ نړۍ دمشکل یوازنی حل  اسلام دی ټينګار وکړ، بې شرمه ناکامي او ځوړتیا  دهغو ټولو کسانو برخلیک دی چې د اسلام سپکاوي کوي.

https://iqna.ir/fa/news/4153557 

captcha