IQNA

د افغانستان د میرمنو د حقوقو خلاف ورزي او د طالبانولپاره ستر چیلنج(مقاله)

15:17 - July 10, 2023
د خبر لمبر: 3487607
ایکنا-(تهران) د افغانستان د میرمنو د پیوستون او اتحاد اعتراضیه غورځنګ د  افغانستان په کابل کې په یوه کمپاین کې وئیلي دي،د طالبانو د په رسمیّت پيژندل د میرمنو د حق ضائع کول دي .

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د افغانستان د طالبانو د حکومت له خوا د خپلوحقوقوپه خلاف ورزیو باندې اعتراض کونکو یو شمیرمیرمنوپر نړیوالې ټولنې غږ کړی،دغه حکومت دې په افغانستان کې په رسمیّت ونه پيژني.

د میرمنو د پیوستون او اتحاد اعتراضیه غورځنګ د افغانستان په کابل کې په یوه کمپاین کې وئیلي دي،د طالبانو د په رسمیّت پيژندل د میرمنو د حق ضائع کول دي.اعتراض کونکو میرمنو شعارونه ورکول چې ؛ جنګیږو،مړکیږو،خو طالبان نه منو،،،، دا په افغانستان کې د طالبانو د حاکمیّت په ضد د افغانستان د میرمنو  ترټولو تندشعار او سخت دریځ دی.

د افغانستان میرمنې په دې اند دي طالبانو په همداوروستیو کې  په خصوصي او نړیوالو  برخو کې د میرمنو دکاروزګار د منع کولو او د انجونو د زده کوې په منع کولو او په دا وروستیو کې  په خیاطي زده کونکو مرکزونو او سنګارتونونو کې د میرمنو د فعالیت د ممنوع کولو لپاره هڅې،عملا د دوی دعلمی او اجتماعی شتون په محدودولو سره د افغانستان د نیمې ابادۍ  حقوق چخڼي کوي او نړیواله ټولنه حق نه لري ، دغه شان رژيم په رسمیّت وپيژني.په دې مینځو میان کې د افغانستان میرمنو امریکا د طالبانو د پروګرامونو په اجرا کې ګرَمه  ګڼي او په دې اند دي چې  د امریکا حقیقي سیاست له طالبانو  ملاتړ او په افغانستان  کې د دوي د موقعیّت تثبیتول دي.

د افغانستان ند چارو یو کارپوه عباس فیاظ په دې باب وائي ، طالبان عملا  د افغانستان د  څه دپاسه نیمې آبادۍ د هغوخپګانونو او ناخوښیو په لړ کې عمل کوي چې له هیڅ ډول نړیوالو او اسلامی  اصولو سره سمون نه خوري . پر دې سربیره   له عملی او اجتماعي  فعالیتونو څخه   د میرمنو او انجونو  محرومولو ، د افغانستان د ټولنې یوه مهمه برخه له نفسیاتي مشکلاتو سره مخ کړې ده  چې  دافغانستان  راتلونکي نسل ته  جدی تاوانونه  واردولی شي.

په همدې دلیل د ملګروملتو د ماشومانو بسپنې (یونیسف) له زده کړو په افغانستان کې د شپیتو فیصدو  انجونو  په محرومیدو باندې نیوکې کړي دي. ددغه نړیوال اورګان  داعلان په اساس، له تیر کال څخه  په افغانستان کې ۴۶ فیصده هلکان هم  له لومړنیو زده کړو محروم پاتې شوي دي چې دغه وضعیّت د منلو وړ نه دی.

له دې نظره،په هر دلیل او پلمې سریه چې طالبان د افغانستان د میرمنو او انجونو لپاره  پراخ محدودیّتونه اعمالوي،د افغانستان د فعال او خوځنده نفوسو د یوه نسل د وروسته پاتیکیدا توجیه کونکي نه دي  چې په هرحال په زده کړې او تعلیم سره په راتلونکي کې  ددغه هیواد ټولنې ته لازیات خدمات وړاندې کولی شي.

 له نړیوالو بدلونونو سره په تناسب کې افغانسان پرمختګونو ته په پام سره طالبان باید د درک دغې سوئې ته ورسیږي چې ددغه هیواد ټولنه د میرمنو او انجونو لپاره دهغو محدودیّتونو منلو ته نشی تیاریدلی چې د انسانانو له لومړنیو حقوقو برخه حتی د اسلام له نظره لومړني حقوق دي اوهیڅوک د اسلام  له مترقي تعلیماتوڅخه  دخپل اخستون، فرقه پال او پرګنیز نظر سره د  انساني اصولو په خلاف وضع او اجرا  کولی نشي.

د سیاسی چارو یو بل کارپوه اکرم عارفي هم په دې باب وائي،افغانستان په داسې حال کې  د انجونو له زده کړو او د میرمنو  له کارکسب سره یو ځای د دوی له لوړو زده کړو سره په  جدی مشکل کې دي چې  اسلام هم دا حل کړي دي  او د میرمنو او انجونو د ودې او غوړیدا لپاره هیڅ منعې  ته قایل نه دي ،بلکې دوي هڅوي هم .

 په هر حال  د  افغانستتم له میرمنو سره د چلند ډول  چې د نړیوالې ټولنې له خوا هم په جدی توګه تعقیبیږي،د خپل حاکمیّت  د پيژندلو لپاره له نړیوالې ټولنې حخه د طالبانو له غوښتنې سره  هم په ښکاره تضاد کې دی.په داسې حال کې چې په افغانستان کې د میرمنو د حقوقو دخلاف ورزۍ په باب داخلی اونړیوال  اعتراضونه هماغه راز دوام لري، د طالبانو د حکومت ویندوي ذبیح ا... مجاهد یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې په تیره بیا له امریکا غوښتي دي،د کابل په ضد دې لګول شوي بندیزونه لغوه کړي.مجاهد له نړیوالې ټولنې سره د طالبانو د تعامل لپاره د بندیزونو لغوه کیدا ضروري وبلله .

 د سیمې له هیوادونو سره د طالبانو  محدودونکي سیاستونه او د تعامل نه شتون، د افغانستان  د ولس د وضعیّت د ترینګلتیا او سختیدا سبب شوی  دی داسې چې  د خوړو دنړیوال پروګرام د مدیر هسیائو د څرګندونو په اساس،  د ۲۰۲۱کال د اګست په پنځلسمه نیټه  په افغانستان کې د طالبانو واک  له رسیدا وروسته  د کابو  درویشت میلیون  افغانانو له لوږې او همداراز سختې قخطئ سره  مخامخ شوي دي، او په اوسنی وخت کې یعني په ۲۰۲۳کال کې  په افغانستان کې له اړمنو خلکو سره د خوراکي  مرستې دعملیاتو مالی تامینیدا لپاره  دغه  اورګان څه دپاسه دوه میلیارډډالري بودجې ته اړتیا لري.

 داپه داسې حال کې دي چې  نړیوال اورګانونه  دافغانستان له  خلکو سره د مرستو لپاره  دنړیوالو ټولنو د ګروهنې  په کمیدا هم ګیله  لري او داسې ښکاري  د د ګروهنې ددغې کمیدا یوه برخه  په افغانستان کې  په تیره بیا د طالبانو له خوا د میرمنو د حقوقو  په رعایتولو کې  د هرډول مثبت بدلون له رامینځةکیدا څخه  د ناامیدئ په دلیل  ده .

 https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i135538  

captcha