ځانګړي خبرونه
ایکنا - په غزې تړانګې کې د قرآن کریم ۱۰۵ حافظانو د «نصیرات» په کډوالو کمپ کې د یو پروګرام په جوړونکې غونډې کې په ګډه د قرآن کریم ختم ترسره کړ.
Dec 14 2025 , 13:28
ایکنا - رقیه رفعت عبدالباري»، چې د مصر د قرآني سیالیو د ۳۲ پړاؤ د سیالیو د لومړۍ مقام ګټونکې ده، وویل: هیله لرم د قرآن کریم او قرآني علومو د خدمت لپاره په الازهر پوهنتون کې د تدریسي سلاکارې په توګه دنده ترسره کړم.
Dec 14 2025 , 13:23
ایکتا - د لبنان مسیحي لیکوال، میشل کعدي، په خپل «زهرا(س) د ادب د مېرمنو مخکښه»نومې کتاب کې لیکي: حضرت زهرا(س) پخپل لوړ ښځینه شخصیت سره ظلم او سپکاوی ونه مانه، بلکې د الهي رسالت دروند مسؤلیت او د اسلام احکام ئې پر غاړه واخیستل، او د ایمان او د ښځې د کرامت ستنه ئې روښانه کړه.
Dec 14 2025 , 13:19
ایکنا- په تهران کې په سیمهییزه غونډه کې د روسیې، پاکستان، چین، تاجکستان، ازبکستان او ترکمنستان ځانګړو استازو ګډون کړی، خو د افغانستان د طالبانو حکومت له ګډون څخه ډډه کړې ده.په داسې حال کې چې دغه ناسته د افغانستان د بدلونونو او ترینګلتیاؤ په باب ترسره شوې.
Dec 14 2025 , 14:06
ایکنا - ایټالیايي فعالانو د فلسطین د خلکو، په ځانګړي ډول د غزې د ملاتړ له امله، له دې هېواده د یوه مصري واعظ او امام جماعت د شړلو پرېکړه وغندله.
Dec 14 2025 , 13:46
ایکنا - د امام خمیني (رح) د لومړۍ نړیوالې جایزې پاییزې دستورې به د تهران د مشرانو دغونډې په سترهال کې ترسره شي.
Dec 13 2025 , 13:49
ایکنا - د قرآن کریم د انس محفل په نجف اشرف کې د علوي سپېڅلي آستان د تولیت په هڅو، د «عفاف» جشنواره ي فعالیتونو په لړ کې،په علوي سپېڅلي صحن کې ترسره شو.
Dec 13 2025 , 14:09
ایکنا- د دوبۍ د قرآن کریم نړیوالې جایزې د ۲۰۲۵ میلادي کال لپاره د شیخه هند بنت مکتوم د قرآن کریم د شپږ ویشتم پړاو د سیالیو د پاي خبر ورکړ.
Dec 13 2025 , 15:23
ایکنا - د آسټریا پارلیمان په دغه هېواد کې د ۱۴ کلونو څخه د کم عمره نجونو لپاره په ښوونځیو کې د حجاب د بندیز پلان تصویب کړ.
Dec 13 2025 , 13:35
د مسجدالحرام د جمعې د لمانځه د خطبې هغه برخې چې د غزې په اړه وه،د سعودي عربستان د ټيلیوژني چینلونون لهخوا سانسور شوې،چې له امله ئې د ټولنیزو چینلونو د کاروونکو پراخې نیوکې راوپارولي دي.
Dec 13 2025 , 13:11
ایکنا – ايرانيان د حضرت فاطمة الزهرا (س) له زوکړې سره هممهاله،د پراخو کلتوري، مذهبي او ټولنيزو پروګرامونو له لارې، د ښځې او مور لوړې مرتبې ته درناوی کوي.
Dec 10 2025 , 14:31
ایکنا - د حضرت فاطمةالزهرا(س) د نیکمرغه زوکړې د کلیزې په رارسېدو سره، د حضرت علي(ع) د روضې صحن او رواقونه یا برانډې په زرګونو طبيعي ګلونو وپسولل شوې.
Dec 11 2025 , 10:26