IQNA

په مختلفو هیوادونو کښې د امام حسین علیه السلام قیام په موضوع کتاب به ویشلې شی.

22:24 - September 30, 2014
د خبر لمبر: 1455968
نړیواله ډله: د امام حسین علیه السلام زیارت سره تړلی د مطالعاتو او څیړنو مرکز له اړخه په انګلیسی ژبه کښې د امام حسین علیه السلام قیام په موضوع کتاب به منتشر کوې او په مختلفو هیوادنو کښې به یی ویشې.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د براثا خبرې اداره نه په نقل، د امام حسین علیه السلام زیارت سره تړلی د مطالعاتو او څیړنو مرکز له اړخه د امام حسین علیه السلام قیام په موضوع به په انګلیسی ژبه کښې ژباړه کوې او بیا به په مختلفو هیوادونو کښې ویشی.

د دې اداره مشر عبدالامیر قریشی په دې اړه ؤ ویل: دې اداره د امام حسین علیه السلام قیام په موضوع باندې لیکلی شوی کتاب په انګلیسی ژبه ژباړه او بیا د هغې چاپ کولو ته لاس ورکړی، دا کتاب چې د علم نه غنی کتاب دی د نړی په مختلفو هیوادونوکښې به ویشلې کېږې.

هغه زیاته کړه: د امام حسین علیه السلام زیارت سره تړلی د مطالعاتو او څیړنو مرکز په انګلیسی ژبه کښې د علامه شیخ محمد مهدی شمس الدین لیکلې کتاب د امام حسین علیه السلام غورځنګ ژباړه، چاپ او نشر کړی.

قریشی څرګنده کړه: دا کتاب له خپل علمی او تاریخی اهمیت سره په انتګلیسی ژبه کښې نشر کېږې د دې کتاب اهمیت او ضرورت ته کتنه نه ورستو د امام حسین علیه السلام زیارت سره تړلی د مطالعاتو او څیړنو مرکز په انګلیسی ژبه کښې ژباړه کړی چې د دې ژبه ټول خلک تر بهره من شی.

هغه په آخره کې هغه ؤ ویل چې بښنه دا مرکز اوس د ژباړه او د تالیف کار شروع کړی چې په راروانو نږدې ورځو کښې به د دغې کتابونو د چاپ او ویش پرانیسته کوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1455235

captcha