د هند خبریال جاوید رازا، چې د امام خمینی د ۲۷ تلین مراسمو کې ګډون لپاره تهران ته راغلې وو، له قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)سره مرکه کې وویل: امام خمینی ره نه یواځې د هند ولس لپاره، بلکه د ټولې نړۍ د خلکو، حتی د مسیحیانو او یهودیانو لپاره هم یو دینی او سیاسي لارښود وو.
رازا همدارنګه د اسلامی اصولو را ژواندې کولو کې د امام خمینی د دنده ستاینه وکړه او وې ویل: ماته یاد دې چې کله امام خمیني خپل انقلاب شروع کړو، ایران د پهلوي رژیم تر فشار لاندې وو، او د اسلام له اصولو لري وو خو ولی امام خمینی خپل انقلاب سره ایران اسلامی ښودو ته را نږدې کړو او ورو ورو یی هغه له ایران نه بهره پورې خپور کړو او سراسر نړۍ ته یی د اسلام پیغام ورسولو.
هغه د اسلامی انقلاب د موخو پرمختګ په اړه د اسلامی انقلاب لارښود آیت الله العظمی خامنه ای(مدظلهالعالی) خبرو ته اشارې سره وویل: آیت الله خامنه ای ایران سره محدود نکړي، هغه د نړۍ اسلامی لارښود دې او ایران هم د هغوي د نظر لاندې انقلاب تراوسه ژوندي ساتلې.
هغه په اخیره کې څرګنده کړه: د آیت الله خامنه ای لارښودنه او فکر کې د اسلامی هیوادونو د مقاومت روحيه د دښمن د استبداد او غرور پر وړاندې ډیره اغیزمنه دی او هیله لرو چې یو ورځ به اسلامی نړۍ د دوی افکار ځان ته نمونه وګرځه وې.
http://iqna.ir/fa/news/3503770