د ایکنا راپور له مخې، دtalwasa.af خبرونو نه په نقل، پدې ولایت کې مسوولین وایي، د مرکزي محبس د زندانیانو لپاره یې یو کتابتون جوړ کړی چې ۱۰۰۰ ټوکه کتابونه لري او هڅه کوي دغه کتابتون ته لا ډېر کتابونه راوړي.
د وردګو اوسېدونکي او مدني فعالان وایي، زندانیان به د خپل بند په موده کې د بېځایه وخت تېرولو پر ځای کتابونه لولي او تر خوشې کېدو وروسته به ټولنې ته یو سالم شخص وړاندې شي.
د وردګو د مرکزي محبس بندیان وایي، د کتابتون تر جوړېدو وروسته یې ډېر وخت په کتاب ویلو تېرېږي او خوښ دي چې له زندان څخه تر خوشي کېدو وروسته به په فکري لحاظ ښه روزل شوي وي.
په میدان وردګو کې داسې مهال د زندانیانو لپاره د کتابتون آسانتیا رامنځته کېږي چې ډېری وخت زندانیان د خپل بند په موده د بې کارۍ له امله په بېلا بېلو روحي ناروغیو اخته کېږي.