د ایکنا راپور له مخې، د الشروق خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، نن ۲۸ آبان د بخښنې نړیوال سازمان په یوه بیانیه کښې چې په ټولنیزه چینل ټویټر کښې خپره شوي د امریکا د بهرینو چارو وزیر مایک پمپئو د فلسطین په نیولي شوي ځمکه د اسرائیلو له اړخه د ښارګیو جوړلو د پرونۍ د څرګندونې په اړه غبرګون ښودلي.
په دغه بیانیه کشې راغلي: امریکا باور لري چې پخپله او اسرائیل له هر نړیواله قوانینو څخه غوره دي او اسرائیل توان لري چې نړیواله قوانین نقض کړي او د فلسطینیانو بشري حقوقو نقض کولو ته دوام وکړي او امریکا هم له دغه رژیم قدرت نه ملاتړ کوي.
د بشري حقوقو دغه سازمان زیاته کړه: د اسرائیلو د ښارګوټو جوړولو په اړه د واشنګټن بیانیه به، نړیواله دغه څرګنده قانون چې«:د فلسطین په نیولي شوي ځمکو کښې د اسرائیل له اړه د ښارګیو جوړول غیر قانوني دي او د نړیواله قوانینو نقض دی او یو جنګي جنایت ګڼلي شي» بدل نکړي.
یادونه: د امریکا د بهرنیو وزیر وړمه ورځ یو ځل بیا په فلسطین کښې د صهیونیستي رژیم د نیواکګرۍ په ملاتړ سره وویل: واشګټن به له دې وروسته، د اردن سیمې په لودیځه غاړه کښې د اسرائیلو ښارګې جوړونه د نړیواله قوانینو خلاف نه ګڼي. البته د نړیوالي ټولني اکثریت د فلسطین په نیول شوي ځمکه د ښارګیو جوړل د نړیواله قوانینو سره سم نه بولي او دا غیر قانوني ګڼي او د اسرائیلو د ښارګیو جوړل مخنیوي په اړه د څلورم جنیوا د پریکړلیک سره استناد کوي.
د اروپا د ستري محاکمي، په وروستیو ورځو کښې د صهیونستي میشته سیمو لخوا جوړ شوي توکو باندې د دلیبل ضمیمه کول ضروري ګڼلي.