د ایکنا راپور له مخې، د انقلاب د معظم لارښود د اطلاعاتو دفتر له ویبپاڼې څخه په نقل، نن سهار د ایران په میلیونونو خلکو نن په تهران کې د ډګر جنرال قاسم سلیماني او د هغه د ملګرو د جنازې په دستورو کې برخه واخستله. د ایران خلک چي نن سهار یې ځانونه په تهران کې د شهید سلیماني په جنازې کې د ګډون لپاره تهران ته ځانونه رسولې وو له جنازې مخکې د شهید سلیماني د وینې دغچ اخستلو پړپړه لاسلیک کړه.
د سردار سلیماني جنازه نن د ایران د انقلاب له میدانه د آزادۍ تر میدانه پورې وړل کیږي او له دې وروسته به قم ښار ته یوړل شي او ټاکل شوې چې د سه شنبې په ورځ په کرمان ښار کې خاورو ته وسپارل شي.
د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو د قدس غونډ ځواکونو کوماندان سردار ډګر جنرال قاسم سلیمانی د عراق د حشد الشعبي ځواکونو نایب مشر ابو مهدی المهندس او ورسره اته نور کسان د جمعې په سهار د عراق بغداد هوایی ډګر ته نږدې د امریکایی ترهه ګرو او تیری ګرو ځواکونو په هوایی حمله کې شهید شو.
https://iqna.ir/fa/news/3869535/