IQNA

د الحاق د طرحې په خلاف په غزه کښې د فلسطینیانو غونډه

23:22 - June 21, 2020
د خبر لمبر: 3483282
تهران (ایکنا) - نن د غزې په ټړانګه میشته فلسطینانو، د باختري کرانه له یوې برخې نیولي شوې فلسطین سره د الحاق د طرحې په خلاف غونډه وکړه.

له آناتولي څخه په نقل، نن په لسګونو فلسطینیانو، د غزې په ټړانګه کښې د فلسطین د عالمانو انجمن په دفتر کښې غونډه ترسره کړه، چې په دغه غونډه کښې د صهیونیسټي رژیم لخوا د الحاق طرحه وغندله.
دا مظاهرې د فلسطین د عالمانو انجمن لخوا ترسره شوې او غونډه کښې ګډون کونکو د الحاق د طرحې په خلاف د عمومي خلکو ځواک جوړولو غوښتنه وکړه.
د فلسطین د عالمانو د انجمن مشر مروان ابو راس، په دې غونډه کښې ګډون وکړ او وې ویل: د عمومي ځواک اعلان یوه شرعي او قانوني وظیفه وه او د فلسطینانو په حق کښې د دښمن په ظلمونو چپ پاتې کیدل جایز نه دي.
هغه په دې بیان سره چې له نیولي شوي فلسطین سره د باختري کرانه(لویدیځې غاړې) د الحاق طرحه د صهیونیسټي رژیم د تاریخ په اوږدو کښې تر ټولو یوې ظلم دی.
همداشان صهیونیسټي رژیم قصد لري چې له راروان جولایي څخه د کرانه باختري(لویدیځې غاړې) یوه برخه له نیولي شوې فلسطین سره د یوځای کولو اقدام وکړي.
3906092

captcha