دغو مظاهرچیانو شعارونه ورکول چي فلسطین د خرڅلاو لپاره نه دی، د ابوظبی ولیعهد قدس په ډالرو خرڅ کړ.
هغوی د خپل هیواد له چارواکو څخه وغوښتل چي صهیونیستي رژیم سره د اړیکو د عادي کېدو د لړۍ په مقابل کې ودریږي.
د مقاومت د ملاتړي او د صهیونیستي رژیم سره د مبارزې د ټولنې مشر احمد الکحلاوي وویل: د صهیونیستي رزیم سره د اړیکو رغېدا یو خطرناک کار دی چي د فلسطین د هیلو د له مینځه تلو په معنی ده.
همدارنګه په ټونس کې د الجمهوري او النهضه سیاسي ډلو هم د ببانیو به خپرولو سره د امارات او د اسرائیلو تر مینځ د اړیکو د عادي کولو د موافقې غندنه کړې.
تهران راډیو