د صهیونیسټي رژيم پوځ په تفتیشي پوسټونو باندې د لویدیزې پولې لمونځ کوونکو مخه ونیوله او له تفتیش وروستو یې ډیرو کمو کسانو ته د الاقصی جومات ته د تللو اجازت ورکړ.
هغه فلسطینیانو چې الاقصی جومات ته له ننوتلو یې مخنیوې وشو د دغه لرغونې ښار په شاوخوا سړکونو د جمعې لمونځ ترسره کړ. د صهیونیسټي رژیم ځواکونو د بیت المقدس د لرغونې دروازې په سر کې تفتیشي پوسټونه جوړ کړل.
د الاقصی جومات خطیب شیخ یوسف ابو سنینه دې جومات ته د لمونځ کونکو د راتللو مخینیوي باندې نیوکه وکړه، هغه په دې بیان سره چې دا څلورمه جمعه ده چې د لویدیز اوسیدونکو الاقصی جومات ته د راتللو مخنیوی کېږي وویل: له هیڅ شرایطو سره د لمونځ کولو لپاره دې جومات ته د لمونځ کونکو مخه نیول جایز نه دي.
3936308