IQNA

د ننګرهار هوایی ډګر د هر ډول کورنیواو بهرنیو الوتونو لپاره چمتو دی

16:41 - November 20, 2021
د خبر لمبر: 3484998
تهران (ایکنا) -د افغانستان د ننګرهار امنیی قوماندان شیخ ندا محمد د جلال اباد په هوایی ډګر کې له رسنیو سره دخبرو پر مهال وویل د جلال اباد هوایی ډګر د هر ډول کورنیو او بهرنیو الوتونو لپاره چمتو دی .

ایکنا خبری آژانس د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د ننګرهار امنیی قوماندان شیخ ندا محمد له  ټولو هیوادونو او هوایی شرکتونو څخه وغوښتل چې له هر ډول  امنیتي اندیښنو پرته دې د ننګرهار  هوایی ډګر د سوداګریزو موخو او مسافرو  د لیږد  را لیږد لپاره وکاروي.

 پر همدې مهال د جلال اباد د ملکي هوایي ډګر مشر سپین غر وویل د ورځي له خوا له تخنیکي پلوه دا هوایی ډګردالوتنو لپاره چمتو او هیڅ ډول ستونزه نه لري خو د لایټنګ سیستم(د رڼا نظام ) د خرابوالي له امله دشپی له خوا د الوتکو د کیناستو او پاڅیدو جوګه نه دی .

  ټاکل شوې چې په لومړي ځل د ایران اسلامي  چمهوریت په بشري مرستو بار الوتکه پر دغه هوایي ډګر راښکته شي.

د جلال اباد هوایی ډګر د تیرو پنځلسو(15) کالو راهیسې د امریکایی ځواکونو په ولکه کې و او دا هوایي ډګر یې په دافغانستان په ختیز کې ددغو ځواکونو تر ټولو ستر پوځي مرکز ګڼل کیده د پوځي موخو لپاره استعمالید  خو هغه مهال چې امریکایی ځواکونه له دغه هوایی ډګره وتل دډګر ډیرې ودانیزی برخې یې ویجاړې او له کاره وویستل شوې .

 https://parstoday.com/ps/news/afghanistan-i108600

captcha