ایکناخبری آژانس د ایرنا له قوله راپور راکړ ، د سوډان پوځ او لیرې کړائ شوي لومړي وزیر ترمنیځ د نوي حکومت د جوړیدا او د سیاسی بندیانو دخوشي کیدا په سر سره سیاسی موافقه وشوه .
راپور ښئ د سوډان حکومتي ټیلیویژنی چینل پرون ناوخته اعلان وکړ،ددغه هیواد دپوځ قوماندان عبدالفتاح البرهان او څنګةکړائ شوي لومړي وزیر عبدا... حمدوک یوه څوارلس ماده ایزه موافقه لاسلیک کړې ده .
د پوځ او لومړی وزیر ترمنیځ د موافقې په سبب حمدوک قدرت ته په بیرته ګرځیدا سره د صداراعظمۍ په دفتر کې خپل ماموریت بیرته پیلوي .
په دغې سیاسی موافقې همداراز په سوډان کې د ردستو سیاسی بندیانو خوشی کیدا او د یوه منسجم پوځ د رامینځةکیدا لپاره هڅه هم شامله ده .
د دواړو لورو ترمینځ دشوي موافقې په اساس به،په اجرائي کار کې له دخالت پرته ، د انتقالي پړاؤ د دندو پر اجرا څارنه وکړي .
دسوډان د پوځ او لومړي وزیر ترمینځ د سیاسی موافقې له اعلان سره سره د سوډان د کارکسب کونکو د ټولنې په شمول چې ددغه هیواد دصنفي اواجتماعي صحنې کې تر ټولو ستره ټولنه حسابیږي ، ددغه هیواد یوشمیر سیاسي ګوندونو او ډلو ټپلو په جلاجلا اعلامیو کې له نوموړي موافقې سره خپل مخالفت اعلان کړی او دغه موافقه ئې په سوډان کې کودتا ته د رواوالي د بخښلو لپاره یوه هڅه او خیانت بللی دی . البته وئيل کیږي ، چې ددې په مقابل کې اافریقائي اتحادئې ، امریکا ، عربستان او مصر پشمول ځينو هیوادونو د پوځ او لومړي وزیر ترمینځ ددغې سیاسی موافقې هرکلی کړی دی