ایکناخبری آژانس د رهبرۍ د ویب سایټ له قوله راپور راکړ،د سباؤن لسیزې او د اسلامی انقلاب د ولولناک او پرتمین انقلاب د درې څلویښتمې کلیزې په درشل کې د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علی خامنه اي نن سهار وختي د ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی په مرقد کې په شتون سره د شهیدانو درنښت وکړ او د امام خمینی په مرقد کې لمونځ ادا کولو سره ئې د دوي د درجاتو د لوړتیا دعا وکړه . د اسلامی انقلاب معظم لارښودله دې وروسته بهشت زهرا ته لاړ او د چنګاښ د میاشتې د اومې او دغه راز دنورو شهیدانو په قبرونو ئې فاتحه ولوستله د درستو شهیدانولپاره ئې د مقام د لوړتیا دعا وکړه .