ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړد ایران د اسلامی جمهوریت ولسمشر سيد ابراهيم رئيسي نن د امام خمېني (رح) او د اسلامي انقلاب د شهيدانو له آرمانونو سره د کابينې د ميثاق په مراسمو کښې وويل: د ايران د اسلامي جمهوريت د بنسټ اېښودونکي سيرت او سلوک خلقو ته توجه، په خداي پاک باندې توکل اوله ځان سره د ولس يوځای کول، د پېړۍ د ستر مصلح د بدلون رامنځته کېدو دوه بنيادي اصول وو.
هغه ټينګاروکړ، امام خمېني (رح) د خلقو په قوت او د هغوي په مشارکت باور لرۀ خو د نړۍ سياستوالان خلقوته په عمل کښې څه پاملرنه نه کوي. د ايران د اسلامي جمهوريت ولسمشر د دې په بيانولو سره چې ولس ته پاملرنه ګډې جلوې لرلې دي او اوس هم لري وويل: هر ځایکښې چې کاميابي حاصله شوه خلق په مېدان کښې موجود وو.
ولسمشر رئيسي په دې باندې په ټينګار سره چې خلقو تل د انقلاب په ډګرونو کښې شتون لرۀ زياته کړه، د اسلامي انقلاب له کاميابۍ وروسته خلقو ته د ايران د ټولو حکومتونو پاملرنه يو اصل دی.
د ايران د اسلامي جمهوريت ولسشر سيد براهيم رئيسي او د کابينې غړيو نن د امام خمېني (رح) مرقد کښې په حاضرېدو، د ګلونو د ګېډۍ په کيښودو او فاتحې په لوستلو سره د امام خمېني له ارمانونوسره يو ځل بيا بيعت تازه کړ.