IQNA

د دښمن هرډول ترکیبي یرغل ته به هرډګرکې ترکیبی ځواب ورکړل شي

20:04 - February 08, 2022
د خبر لمبر: 3485386
تهران (ایکنا) – د اسلامی انقلاب معظم لارښود او ددرستو قواؤ ستر قوماندان وفرمائيل ددښمن د ډله ایزواوترکیبي یرغلونو په وړاندې تل په دفاعي دریځونو کې نشي پاتیکیدلی  او مونږ هم باید په درستو ډګرونو کې ددښمن یرغلونو ته په هماغه ډګر  او اندازه کې  ځواب ورکړو.

ایکناخبری آژانس د رهبری د سایټ له قوله راپور راکړ، د ایران د درستو قواؤ ستر قوماندان او د اسلامی انقلاب معظم لارښود حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي نن د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ د هوائي ځواک له قوماندانانو  سره په کتنې کې چې د  اسلامی انقلاب له ارواښاد لارښود حضرت امام خمینی سره د  ۱۳۵۷لمریزکال د سلواغې د نولسمې نیټې د ایران د پوځ دهوائي ځواک د پيلوټانو او قوماندانانو د بیعت دکلیزې په مناسبت شوي ،  هغه حیرانونکی بیعّت ئې د بدلانه پيچومی وباله او په دې خبرې په ټينګار سره ئې چې هغه  تاریخ جوړونکی او لوي حرکت  داغیزشیندنې او تل پاتیکیدا  عامل په یوه هنرمندانه چوکاټ کې  د هغې پيښې سم روایت کول او رسندوي  کار ؤ ،وفرمائيل ؛ نن سبا هم د اسلامی نظام  د حماسه پنځونکو اقداماتو ، پرمختګونو، بریاؤ ، واقعیّتونو  د تحریفولو لپاره د دښمن له یرغلونو سره  مقابله د یوه قطعي جهاد او فوری فریضې  په چورلیزتوب سره دفاعي حرکت او ترکیبی بریدونو ته اړتیا لري، چې په دې زمینې کې اهل فکر او په تیره بیا مسئولان  لازیاتو هلو ځلو ته پابنده دي.

حضرت آيت الله العظمی سید علی خامنه اي په پيل کې د کرونا ناسمو  شرائطو په علت د موجودو کسانو محدود شمیر ته په اشارې سره  ووئيل ، زه تل د متخصصو ډ اکټرانو په سپارښتنو عمل او دروغتیائي پروټوکولونو  رعایتولو ته پابند یم  او له ماسکه په استفادې ټينګار کوم ا و څو میاشتې مخکې   مو هم دواکسن دریم ډوز هم پیچاکری کړی دی . دوي همداراز  خلکو په خطاب کې سپارښتنه وکړه ،هر هغه څه چې ډاکټران او متخصصان  ئې د روغتیائي پروټوکولونو د رعایتولو په زمینې کې صلاح ګڼي  عمل وکړي .

د اسلامی انقلاب معظم لارښود ځينو مهمو درس زده کونکو ټکو ته په اشارې سره وفرمائيل ،که د حق او اسلام د جبهې ځواک د پوځي علمی ، څيړنیز  او د نورو ډګرونو  دجهادونو پشمول په هرجهادي میدان کې  فعال او مؤثر او هیله منونکی شتون ولرل شي  او دمقابل لوري له ظاهری جلال و جبروته ونه یریږي ، نو د دښمن محاسبې به په چورلټ ډول په اوبو لاهوو شي ،ځکه دا  یوه پوره کیدونکي الهي ژمنه ده .

دوي دغه راز ووئيل نن سبا د امریکایانو محاسبې غلطې ثابتې شوي  او دم ګړئ  له هغه ځایه ګوزار خوري چې مخکې ئې  تصور هم نه کاوه، چې  هغه ئې د خپلو ولسمشرانو له خوا ده ، یعني د امریکا پخوانی  او اوسنۍ ولسمشر پخپلو اقداماتو سره عملا  لاس په لاس کې ورکړی چې د امریکا څه ناڅه پاتې عزت هم له خاورو سره خاورې کړي .

د اسلامی انقلاب  معظم لارښود له ارواښاد امام سره د هوائي ځواک د قوماندانانو دبیعّت دژوروالي په بیانولو کې  په مختلفو ډګرونو کې  له اسلامی انقلابه وروسته د هوائي  ځواک ځاي په ځاي کیدا ته اشاره وکړه او وې فرمائيل ؛ د اسلامی انقلاب دبریالیتوب په هماغو لومړنیو شپو ورځو کې دهوائي ځواک په ځان د بسیاینې دجهاد جوړیدا، په ځينو  مرکزونو کې دکودتا او دسیسو شنډیدا او دمقدسې دفاع په پړاؤ کې دهوائي ځواک غوره  رول او اقدامات ، ټول ددې ښودنه کوي ، چې د ۱۳۵۷لمریز کال د سلواغې د نولسمې نیټې حرکت د بصیرت   دژوروالی او روحیې په اساس ترسره شوی ؤ او په همدې   علت  په پوځ او هوائي ځّواک کې د شهیدا شیرازي ، شهیدا بابائي ، شهیدا ستاري ، شهید کلاهدوز ، شهید فکوري او شهید فلاحي په څير  غوره شخصیّتونه  برابرسیره شول .

د اسلامی انقلاب ستر لارښود همداراز رسندوئي دیکتاتوري  د لویدیځوالو د بیان دآزادۍ له ادعا سره سره د لویدیځي قدرتونو  ددیکتاتورۍ یو ډول وباله او په سوشل میډیا  او مجازي فضا کې ئې د شهید قاسم سلیماني  دنامې او عکس دحذفولو په څير  اقداماتو ته په اشارې سره  ووئيل ، دوي  هره هغه کلمې او عکس چې  د لویدیځوالو له سیاستونو سره په توپير کې وي ،ممنوع الانتشار کوي او په مقابل کې  له همدغې فضا  څخه د اسلام او د اسلامی جمهوری نظام د خرابولو لپاره  زیاتره استفاده کوي .

د ایران د درستو قواؤ ستر قوماندان په پاي کې د بدغواړو د ارادو په خلاف د  هیواد زیاتیدونکي پرمختګونه ، د ملت لپاره د لاښه سبا ځيري ورکونکي وبلل  او وې وئيل ، هماغه شان چې  اسلامی جمهوری نظام په دغو ۴۳کلونو کې  په قدرت سره پرمخ تللی  او ورځ تر بلې لاپیاوړی او قدرتمند شوی  او ریښې ئې پياوړي شوي دي .دغه حرکت به دخداي په مهربانۍ او مرستې سره  ان شاالله په راتلونکي کې  هم دتیر وخت په نسبت لاښه دوام وموي او دښمن به بیا هم ناکام شي .

https://iqna.ir/fa/news/4034793/%D9%

captcha