ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ ،دایران داسلامی جمهوریت د پوځ عمومی قوماندان د نوروز د اختر په مناسبت په پیغام کې ټينګار کړی ، داسلامی ایران پوځ پّه ۱۴۰۰لمریزکال کې په دفاعي ، څیړنیزو ،روزنیزو ،علمي او کلتوري حوزو کې اوڅاره بریاوې او توفیقات ترلاسه کړي دي .
د ایران دپوځ عموي قوماندان سردار تورن جنرال سید عبدالرّحیم د شهیدانو دیاد په درنښت سره په یوه پیغام کې دایران شریف ملت ، مبارزانو ، داسلامی انقلاب اواسلامی نظام مدافعانو او همداراز د پوځ پرسنلو ته د نوروز داختر مبارکي ووئيله.
د سردار موسوي په پیغام کې راغلي دي ، نړۍ د استکبار او د بشری حقوقو دتش په نامه دفاع کونکو،په حقیقت کې د بشریّت ضده هیوادونو له خواد ځينو بشری ضدسپيرو اقدماتو ، د کرونا دخوریدا ، شخړو ،وژلو او جنګ او تاؤتریخوالو شاهده ده ، خو دایران سرلوړی اسلامی جمهوریت د دیني او معنوي نظام په برکت سره د ظالمانه بندیزونو سره په یووخت او د ترهه ګرو د ملاتړو له شومو اوسپيرو تفکراتو په دوران کې ، داقتدار او امنیت او آرامښت لاره ، په بریالیتوب اوسرلوړۍ سره کچ کړې او د درستو دسیسو او مشکلاتو په وړاندې په مقاومت او نه ستړیکیدونکي روحیې سره دریدلی دی.
په دغه پیغام کې راغلي دي ، دایران د اسلامی جمهوریت پوځ هم د اسلامی نظام او دمځکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ په دفاع او ساتنې کې د توانمن مټ په توګه ، د نورو سولوالو قدرتمنو قواؤ په یوزړتوب ملګرتیا سره د خپلو سرښیندونکو پرسنلو په مجاهدانه هڅو سره ، ، په دفاعي ،څیړنیزو ، روزنیزو ، علمي او کلتوري حوزو کې اوڅاره بریالیتوبونه ترلاسه کړي دي .د ایران پوځ په تیر لمریز کال کې پر بریالیو مانورو سربیره ، د ډول ډول پيژندونکو ، جنګي او خودکش ډرونز، ماکوګانو ، اوبتلونو او راډارونو په تولیدولو او همدرااز دڅيړنیزو اوروزنیزو او دغه راز ویاړمنو او امنیت رامینځةکونکو سټراټژيکو پلانونو ترسره کولو کې غوره رول لوبولی دی .