IQNA

په ایران د حملې خیال به د دښمنانو له ذهنه وباسو

17:44 - July 21, 2022
د خبر لمبر: 3486011
ایکنا-(تهران) د ایران د اسلامی جمهوریت  د پوځ لوي درستیز ووئیل،که دښمن په ذهن کې د ایران په ضد د یرغلونو یو وړونکی خیال هم ولري،نو ددوي له ذهنه به دغه شان خیالونه وباسي.

ایکناخبری آژانس د تسنیم له قوله راپور راکړ،د ایران د پوځ لوي درستیز سردار تورن جنرال محمد باقري  نن په مشهد مقدس ښار کې د سپاه پاسدارانود مځکني ځواک دقوماندانانواو مسئولانو په عمومي غونډې کې پخپلې ویناکې د ساړۀ جنګ دڅلویښت کلونو دبدلونونو بهیرته  او له دې وروسته دامریکا دقدرت دځوړتیا  دبهیر پیلیدا ته په اشارې سره  زیاته کړې ده ،دغه درستې پیښې،د تیریدونکي وخت په عنوان سره نوي مرحلې ته د دنیاد واردیدو، یوه روښانه نښه اودلیل دی .

 سردار باقري د وخت تیریدا له جیوپولیټيک ځانګړنو څخه ،وروستیو پيښو او جنګونو، د نه اټکل وړ دسته بندیو او بې ثباتیو، ختیځ ته دناټو پراختیا او د امتیاز د اخستو لپاره د سیمې د ځينو  هیوادونو سرزوري خوځښتونو ته اشاره وکړه او وې وئيل ، دایران اسلامی جمهوریت  په دغو درستو بحرانونو، اندیښنو ،ناکراریو اوبې ثباتیو کې،د درستو قواؤ د ستر قوماندان په بې مخینې قوماندانۍ او رهبرۍ او د ولس په هوښیارتیا او ملګرتیا سره، ډيرې زیاتې کامیابۍ ترلاسه کړي دي .

سردار باقري  دغه راز ووئيل،پر ګواښونو  دفرصتونو دغلبې پړاؤ او شرائطو ته دایران په واردیدا سره ،د دښمن دزیاتره دباؤنو د ودانۍ ستنې په یوې بلې پسې  ونړیدې  چې په دې مینځومیان کې د نورو مولفو ترڅنګ د وسلوالو ځواکونو رول ډير مهم او ټآکونکی دی .

https://www.tasnimnews.com/fa/news/1401/04/30/2746041/سرلشک

captcha