ایکناخبری آژانس د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ د افغانستان په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت د سفیر مرستیال سید حسن مرتضوی جلال اباد ته د خپل سفر پرمهال د ننګرهار د عامې روغتیا ریس ډاکتر امیر محمد افتاب سره په دې سیمه کې پر روغتیایي ستونزو او نورو اړوندو چارو بحث اوخبرې وکړې . په دې ناسته کې د ننګرهار د عامې روغتیا ریس له افغانانو سره د ایران اسلامي جمهوریت کړو او روانو مرستو له امله پر قدرونه سربیره د سفیر له مرستیال څخه په جلال اباد کې د شکرې ناروغۍ د تشخیص او درملنې لپاره د یو مجهز روغتیایی مرکز د جوړیدو غوښتنه وکړه.
نوموړي وویل دوې به یوه ودانۍ د دې مرکز د جوړیدو لپاره په واک کې ورکړي .
نور تفصیل د تهران ریډیو دخبریال په راپور کې آورو.