IQNA

د لندن مشهور چوک د رمضان المبارک د هرکلی لپاره تیار شو(فلم)

16:02 - March 20, 2023
د خبر لمبر: 3487063
ایکنا-(تهران)د انګلستان د لندن مشهور چوک پيکا ډیلي په ښکلو څراغونو او قمقمو سره په مخصوصې ښکلا سره د روژې دمبارکې میاشتې د هرکلی لپاره تیار شوی دی  چې د روژې دمبارکې میاشتې د اهمیّت، ښکلا  او معنویت یوه بیلګه ئې  خلکو وړاندې کړې ده.

ایکنا د تلر ریپورټ له قوله لیکلي دي ، په انګلستان کې  عزیز اسلامی خیریه فاؤنډيشن په وسیله(The Aziz Islamic Charitable Foundation )، د ښاروالۍ د مسئولانو په ملګرتیا ، دلندن په پيکاډیلي  چوک  کې د روژې د مبارکې میاشتې د رارسیدو په درشل کې د ښکلا اوډيکوریشن یو نوښت ترسره کړی دی.

دغه بنیاد پخپل ټویټر پاڼې کې د پيکاډیلی چوکا د ښکلو منظرو انځورونه  خپره کړي او لیکلي ئې دي،مونږ ویاړو چې په پيکا ډيلی چوک کې د رمضا المبارک د مقدسې میاشتې درارسیدا  په درشل کې د ښکلا څراغونو او شنو سرو قمقمو او او ځينو قولونو په وسیله  د یوه  معنوي پلان داجرا کولو ملاتړ کوو، هیله مند یوو  ټول دوستان او کورنۍ  دغه ځاي وویني او روحاني خوندونه ترې واخلي او ددغه یوزړتوب دنوښت جشن په ګډه سره ولمانځي.

دسوشل میډیا فعالانو هم په ټولنیزو چینلونو کې ددغوښکلو منظرو  په زړه پورې انځورونه او کلیپونه خپره کړي دي  چې په دغه چوک کې د  روژې دمبارکې میاشتې د معنویّت او  ښکلا اهمیّت  نندارې ته وړانندې کوي..

په لندن کې د بیت امت اسلامی مرکز  خطیب او یوه مسئول مقام  شیخ عاشق هم د ؛لندن په مرکز کې تلاؤت ؛په عنوان سره  دقرآن کریم دآیتونو د تلاؤ یوه ویډیو خپره کړې ده چې په  کې په اوڅاره توګه  ددغه چوک څراغونه او ښکلا له ورایه ښکاري.

دټولنیزو چینلونو فعالانو  هم ددغه نوښت چې د لومړي ځل لپاره په دومره پراخه سویه ترسره کیږي، تود هرکلی کړی او دا ئې د دینونو  او عقایدو ډولوالي ته داحترام نښه بللې ده.

ددغه چوک د ښکلا اومعنویت ډکې فضا یو لنډ شان کلیپ هم ستاسو خدمت ته وړاندې کیږي.

https://iqna.ir/fa/news/4129020/%

captcha