IQNA

د ایران اسلامي جمهوریت او عربستان ډير زر خپل سفارتونه بیرته پرانیزي

13:29 - April 06, 2023
د خبر لمبر: 3487144
ایکنا-(تهران) ایران او سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو په بیجینګ کښې د دواړو هیوادونو د سفارتونو د بیرته پرانیستلو لپاره د موافقې په ترڅ کښې د ملګرتیاو د پراختیا په لاره کښې د خنډونو د ختمولو لپاره په خپل چمتووالي ټينګار وکړ.

ایکنا د پارس ټوډې له قوله راپور راکړ،د ایران او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو حسین امیر عبداللهیان  او فیصل بن فرحان نن سهار په پیکینګ کښې له اوو کلونو وروسته په رسمي ډول کتنه او خبرې وکړې.

د ایران او د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو له دغه کتنې وروسته د چین د خارجه وزیر په شتون سره یوه ګډه بیانیه لاسلیک کړه.

د ایران او د سعودي عربستان خارجه وزیرانو په دغه ګډې بیانیې کښې د دوه اړخیزه اړیکو د پراخولو د لاررو چارو او د دواړو هیوادونو ترمینځ د امنیتي ملګرتیاو د موافقو د فعالولو چې په دیارلس سوه اتیایم هجري لمریز کال کښې لاسلیک شوي وې او دغه راز د اقتصاد ، د تجارت د پانګونې د ټیکنالوژۍ د علومو د کلتور د ورزش او د ځوانانو په زمینه کښې د  ملګرتیاو عمومي موافقې چې په دیارلس سوه اوه اویایم هجري لمریز کال کښې لاسلیک شوي وې په هکله د خبرواترو په اهمیت ټینګار وکړ.

د ایران او د عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو موافقه وکړه چې په موافقې وړ وخت کښې د دواړو هیوادونو سفارتونه بیرته پرانیستل شي او په تهران او ریاض کښې د سفارتونو او په جدې او مشهد کښې د کنسولګریو د بیرته پرانیستلو لپاره ضروري اقدامات وشي.

د ایران او د سعودي عربستان خارجه وزیرانو دغه راز موافقه وکړه د عمرې د ویزو په شمول د دواړو هیوادونو د ښاریزو لپاره د ویزو د ورکولو د اسانتیا ، د خصوصي یعني پرائیویټ برخو او د رسمي پلاویو د متقابلو سفرونو او د الوتکو د الوتونو د له سره پیلیدا په شمول د تهران او د ریاض ترمینځ د ملګرتیا د پراختیا په لارو چارو باندې د غور لپاره د فني پلاویو لپاره ضروري غږملتیاو ته دوام ورکړي.

د ایران او د عربستان د بهرنیو چارو وزیرانو حسین امیر عبداللهیان او فیصل بن فرحان د دواړو هیوادونو د ملګرتیا د پراختیا په لاره کښې د ټولو خنډونو د له مینځه وړلو لپاره د چمتووالي د اعلان په ترڅ کښې موافقه وکړه په هرې زمینې کښې چې کولای شي د سیمې امنیت او ثبات تامین کړي او د سیمې د هیوادونو او د ملتونو ګټې محققې کړي خپله ملګرتیا پراخه کړي.

https://parstoday.ir/ps/news/iran-i130692

captcha