ایکناخبری آژآنس راپور راکړ،د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ لوی درستیز د ایران د اسلامی جمهوریت د پوځ دورځې په مناسبت په یوه پیغام کې دغه ځواک د هیواد د سرلوړئ ،امنیت، اقتدار او مخه نیونې یوه ځلا ده.
د وري د میاشتې ۲۹ یا د اپریل اتلسمه نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت په کال هینداره کې د پوځ په ورځې نومول شوې ده.
د ایران د اسلامی جمهوریت دپوځ لوي درستیز سردار محمد باقري په دغه پیغام کې راغلي دي ، د وري دمیاشتې ۲۹نیټه د ایران د اسلامی جمهوریت او اسلامی انقلاب په تاریخ کې په هغه ټاکونکي تاریخي وخت کې د هیواد یوه حساسه او لویه پيښه یاده کړې چې هغه مهال د اسلامی انقلاب ضده ډلګیو د فتنو اوج او دغه راز د نړیوال استکبار د نفوذي تالي څټو او پيّلو په وسیله د پوځ د ړنګیدا ګونګوسې آوریدل کیدې ، حضرت امام خمیني د پوځ د قدرتمنیدا ، پیاوړتیا او ساتنې فرمان صادریدا، د دښمنانو درستې دسیسې شنډې کړې او د ایران د اسلامی جمهوریت پوځ نوزیږی شو.
سردار باقري زیاته کړه د ایران اوسمهال تاریخ ګواهي ورکوي ، هغه څه چې په تیرو ۴۴کلونو کې ئې د هیواد تل پاتې او کم ساری امنیت تضمین کړی او مځکنۍ بشپړتیا ئې د دښمنانو له سپيرو منګولو او ګوزاره ساتلې ده، بې شکه د ایران د اسلامی جمهوریت د وسلوالو ځواکونو په تیره بیا دپوځ دقدرتمند او حماسی رول لوبونې او مجاهدتونو پامته داره دي.
د ایران د پوځ لوي درسیتز روښانه کړه،په مختلفو دفاعي حزورو او ماډرن ټيکنالوجیو ته په لاس رسي او د درستو ځواکونو په ماډرنو وسلو په سنبالتیا کې د ایران د پوځ حیرانونکي پرمختګونه چې په ځاي او داخلی توانمنیو او په ځان باوری روحیې باندې په تکیې سره شوي ، دښمنان ئې حک بک او ناکامه کړي دي.