ایکنا د افغان غږ خبري آژانس په حواله خبر ورکوي چې د ایران د اسلامي جمهوریت رسنیو پرون چهارشنبه د زمري په ۲۵ مه د شاه چراغ پر زیارت باندې د ترهګریز برید په اړه نور جزئیات خپاره کړل.
تسنیم خبري آژانس راپور ورکړی چې «رحمت الله نوروزاف» د سلمان اسلم یار په نوم له تنظیمي ادارې سره لومړی د ټولنیزو شبکو له لارې له داعش سره اړیکه ټینګه کړي.
ویل شوي چې نوموړی بیا له داعش سره د عملیاتي همکارۍ لپاره ترکیې ته ځي او هلته په د داعش غړی شوی دی.
د راپور له مخې، نوروزاف چې په اصل کې تاجک دی، بیا افغانستان ته ځي، هلته د داعش له خوا شاوخوا درې میاشتې روزل کېږي او د ترهګریزو عملیاتو لپاره ټاکل کېږي، او په پای کې د ترهګریزو کړنو لپاره ایران ته ننوځي او د زمري په ۲۲مه د شاهچراغ په زیارت ترهګریز برید کوي.
د يادونې وړ ده چې د روانې اونۍ د يكشنبې په ورځ د ايران په شېراز ښار كې د شاه چراغ پر زيارت د ترهګر بريد له امله، دوه تنه شهيدان او اووه تنه ټپيان شول. د ایران د اسلامي جمهوریت د چارواکو په وینا د دغه برید په تړاو تر لسو زیات کسان نیول شوي دي.