ایکنا د پارس ټوډې په حواله خبر ورکوي چې،دې اکاډمۍ ویلي چې په ۲۰۲۰ کال کې دا رقم ۴۳۶۸ او په ۲۰۱۹ کې بیا ۳۳۹۰ وو.
په ۲۰۲۰ کال کې په امریکا کې وسله وال تشدد د ماشومانو د مړینې تر ټولو غټ لامل ښودل شوی وو.
د امریکایي ماشومانو اکاډمۍ دا څېړنه وروسته تر هغه خپره کړله چې د امریکا د ټینیسي په ایالت کې قانون جوړوونکو د ولسي خوندیتوب په هکله د بحث لپاره ځانګړې غونډه ترتیب کړله.
د وسله وال تاتریخوالي د ارشیف د معلوماتو په اساس، امریکا په نړۍ کې تر بل هر هېواد د وسله وال تاوتریخوالي ډېر قربانیان لري.
تېرکال د وسلو اړوندو پېښو کې ۴۴۳۵۷ کسان وژل شوي چې د وسله وال خشونت د معلوماتو په اساس ۲۴۰۹۰ یې د ځان وژنې پېښې وې.
په امریکا کې د دې ډول بریدونو د ډېروالي له امله جوبایډن په کانګرس غږ کړی چې په نیمه اتوماتیکو وسلو باندې بندیز ولګوي.
جوبایډن د کانګرس له غړو وغوښتل چې د وسلو د کنټرول نوې لایحه ژر تر ژره تصویب کړي چې هغه یې "سمدستي لاسلیک" کړي.