IQNA

د پاکستان میسیحي ټولنې د قرآن کریم سپکاوي په سخته محکوم کړل

15:06 - September 17, 2023
د خبر لمبر: 3487966
ایکنا-(اسلام اباد)  د پاکستان د مسیحیانو یو شمیر استازو په اسلام اباد کې د  ایران دسفارت په کلتوري خونې په شتون سره  په  اروپائي هیوادونو کې  دقرآن کریم آسماني مقدس کتاب  سپکاوي محکوم کړل او  وار د واره ئې د دغه آسماني کتاب قصدا سپکاوي څخه خپله کرکه او  نفرتاعلان کړ.

 ایکنا نیوز له اسلام اباده راپور  راکوي،  دپاکستان د مسیحی برادرئ یو شمیر استازو  په اسلام اباد کې  دایران دسفارت له کلتوري سلایار  احسان خزاعي سره په کتنې کې ددینونو دمقدساتو او قرآن کریم  ته داحترام په ضرورت ټينګار وکړ او  په یوه خوله ئې  دسویډ له افراط بالو او د قرآن کریم له سپکاوي کونکو  افراط پالو سره  دنړیوالو اورګانونو له خوا  دجدي چلند غوښتونکي شول .

په اسلام اباد کې د ایران د کلتوري خونې سلایار  احسان خزاعي  هم  د قرآن کریم  د سپکاویو په محکومیّت کې د پاکستان د مسیحیانو د ملګرتیاؤ اویو زړتوب  په قدرونې سره په سویډ اوډنمار کې  د قرآن کریم د سپکاویو سره اړونده ځيړ اقدامات په کلکه محکوم کړل. هغه د  اسلام او مسحیّت دینونو ترمینځ مشترکاتو شتون ته په اشارې سره ووئيل، داسلام پاک دیند سولې اوامنیت دین دی  او تل ئې پر  متقابل احترام ټينګار کړی دی . هغه دغه راز په دوام کې  ووئيل، له دغو دسیسو ټارګټ  یوازې مسلمانان نه دي،بلکې  هدف ئې پر الهي  دینونو یرغل کول دي،نو ځکه د الهي دینونو یوه خوله کیدا له زیاته احساسیږي څو له دغه ډول سپيرو اقداماتو څخه  چې د  مسلمانانو دعمومي احساساتو دلمسونې او د مقدساتو دسپکاویو  سبب کیږي، مخنیوی وشي . د ایران دکلتوری خونې سلایار  ددینونو ترمینځ  اتحاد د احتمالی حرمتونو د ماتولو دمخنیوی  او له سپکاوي کونکو سره  د چلند لپاره  ضروري وبالۀ.

 د پاکستان د مسیحي برادرئد پادریانو نماینده  کرسټوفر شرف  هم په دغې کتنې کې ووئيل، په سویډ او ډنمارک کې د قرآن کریم سپکاوي یو ناغیړی او ځيږ  او افسوسناک اقدام دی  او دپاکستان دمسیحیّت برادرئ  په توګه ئې په کلکه محکوموو. هغه زیاته کړه ، هیڅ یو حقیقي مسیحي  د نورو دینونو دمقادساتو سپکاوی نه کوي.دغو سپیرو اقداماتو وښ،دله چې د سپکاوي کونکو موخه د مسلمانانو اومسیحیانو دټولنې ترمینځ  د فتنې ،اختلافاتو  او اخ وډب رامینځةکول دي  چې باید ټول ددغه شان فتنو او نقشو په باب ځیر او هوښیار ووسو.

https://iqna.ir/fa/news/4169336  

captcha