IQNA

د ملګروملتو د مرکز پر دیوال د نتنیاهو په ضد په لسګونو شعارونو لیکل شوي دي(فیلم)

15:11 - September 19, 2023
د خبر لمبر: 3487977
ایکنا-(نیویارک) د امریکا نیویارک ته د صهیونیسټي لومړی وزیر بینیامین نتنیاهو دس فر او دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ :د وینا په درشل کې   دهغه مخالفانو د ملګروملتو د مرکز پر دیوال د هغه په ضد یوشمیر شعارونه نقش کړي دي.

 ایکنانیوز دهارآرتص صهیونیسټي ورځپاڼې له قوله  لیکلي دي ، د ملګروملتو  دعمومی اسمبلۍ په ناستې کې دګډون لپاره نیویارک ته د صهیونیسټي لومړي  وزیر  دسفر په درشل کې  په دغه ښار کې د نتنیاهو  مخالفانو په نیویارک کې د ملګروملتو  دمرکز د ودانۍ په دیوالونو  دهغه په ضد خپل شعارونه  لیکلي دي.

 په دغو شعارونو کې لیکل شوي دي ؛ د مجرم نتنیاهو  لومړي وزیر پر خبرو باؤر ونه کړ.؛.

له بل پلوه نتنیاهو د هغه د سیاستونو په ضد  د اعتراضونو په غبرګون کې مدعي شوی په نیویارک کې  اسرائيلي اویهودي اعتراض کونکي له ایران سره غږمله  دي.نتنیاهو هڅه کړې،د هغه د کابینې د قضائي اصلاحاتو باندې اعتراض کونکو ته له ایران سره ارتباط وکړي.

د ټایمز آف اسرائيل ویبسایت  راپور ورکړی، بینیامین نتنیاهو  چې پرون سهار وختي  امریکا ته  روان شوی څو  دملګروملتو په عمومی اسمبلۍ کې وینا وکړي،ددغه سفر له پیلیدا مخکې ئې په یولړ څرګندونو کې   د قضائي اصلاحاتو  په هغو مخالفانو باندې نیوکې کړي دي  چې په امریکا کې د هغه په ضد د مظاهرو او اعتراضونو  نیّت لري.

نتنیاهو په عجیبه ادعا کې  وئيلي دي، دا دولسم ځل دی چې  د لومړي وزیر  په توګه په ملګروملتو کې حاضریږم ، تل مظاهرې  د اسرائيلو په ګټه  یا داسرائیلو په خلاف کیږي،خو  دې ځل  داسرائيلو په ضد  دمظاهرو  شاهدان یوو  هغه هم  له پی ایل او ، ایران او نورو سره  داړونده کسانو په وسیله ،دا کومه د حیرانتیا  خبره نه ده .

 داسرائيلو دپارلیمان یا کنسټ په وسیله دیوې مسودې تصویبیدا چې  تیره میاشت ترسره شوي ، او د لوړې  محکمې  اختیارات محدودوي،د اسرائيلو د افاطي او زوړپال  حکومت او لومړي وزیر نتنیاهو  باندې ډیر  داخلی او بهرني اعتراضوه شوي  چې بلاخره ئې هم  دوي بیا ددغې مسودې  بیا ارزونې ته اړباسلي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4169575

captcha