IQNA

د حسینی مقدس آستان روغتونونو د فلسطینیو زخمیانو ددرملنې لپاره چمتووالی اعلان کړ

7:31 - November 25, 2023
د خبر لمبر: 3488323
ایکنا-(کربلا) د حضرت امام حسین علیه السلام د سپيحلی حرم آستان  د فلسطین د غزې د غمیزې د ټپيانو ددرملنې لپاره  خپل چمتووالی اعلان کړ.

ایکنانیوز د نون له قوله راپور راکړ، د عراق خارجه وزارت  په بغداد کې د فلسطین سفارت ته د خطاب په یوه لیک کې رسما اعلان وکړ، د حسینی مقدس آستان تولیّت  له دغه مقدس آستان سره اړونده  روغتونونو کې د فلسطینیانو ټپیانو د درملنې لپاره تیار دی.

په دغه لیک کې راغلی دي ، دعراق د هلال احمر ټولنې سره  او د فلسطین د سرې میاشتې ټولنې سره به د حسینی مقدس آستان سره اړونده روغتونونو ته ته د ناروغانو او تپیانو د منتقلولو دبهیر په باب غږملتیا ترسره شي.

له دې مخکې هم دحسینی مقدس آستان مسئولانو اعلان کړی ؤ چې په غزې تړانګې د وحشي صهیونیسټي رژيم  د حملو د ټولو ټپیانو د درملنې لپاره  له دوي سره اړونده روغتونونو کې ئې درملنې ته چمتو یوو.

په غزې تړانګې د وحشي جنایتکار رژیم د بې آمانه حملو اوبمباریو  له پیل راهسې تردې دمه  څوارلس زره اته سوه څلور پنځوس  فلسطینیان شهیدان شوي دی چې په هغو کې شپږ زطره یو سل پنځوس ماشومان او څه د پاسه څلور زره میرمنې  هم دي پر دې سربیره  کابو اوه زره کسان تر دې دمه بې درکه او یا  هم د ړنګو شوو وداانیو ترکنډوالو لاندې پاتې شوي دي .ځینی مړي په واټونوکې  پاتې دي ا  پر دې سربیره  د ځینو ټپیانو د برخلیک هیڅ  اطلاع نشته . دا هم وئيل شوي چې تر دې دمه د معلومو شوو ټپیان شمیر هم له شپږدیرش زره تنو زیات شوی دی .

https://iqna.ir/fa/news/4183795

captcha