ایکنانیوز د پارس ټو ډې له قوله راپور راکړ، د افغانستان د ننګرهارولایت صنعت او تجارت ریس سید عبدالبصیر پاچا وایي، د دوې د هڅو په پایله کې د اسلامیک ریلیف په نوم مرستندویه ادارې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې شپیته تنو میرمنو ته کاري وسایل ورکړل.
د صنعت او تجارت ریس وایي په دې وسایلو کې د سلمې کینولو او ګلدوزۍ وسایل شامل دي چې موخه یې میرمنو ته په کور دننه د کوچنیو کاروبارونو رامنځته کول او د کورنیو اقتصادي پیاوړتیا ده.
سید عبدالبصیر پاچا وویل د اسلام مقدس دین میرمنو ته د کار کولو حق ورکړی او هغوي کولای شي د شرعي حجاب په پام کې نیولو سره کار وکړي او خپلوکورنیو ته حلاله نفقه تر لاسه کړي.
د صنعت او سوداګرۍ ریس د وسایلو تر لاسه کونکو میرمنو وغوښتل چې له دغو وسایلو په سمه توګه ګټه واخلي.
نوموړي همدا راز له مرسته کوونکي ادارې نه هم غوښتنه وکړه چې د کوچنیو کاروبارونو پراختیا او بې وزلې د له منځه وړلو په موخه خپلې مرستې پراخه کړي.
تر دې وړاندې هم د ننګرهار ولایت په بېلابېلو سیموکې میرمنو سره په کور دننه د کوچنیو کاروبارونو جوړولو په موخه د هګۍ ورکونکو چرګانو،غواګانو او باغونو جوړولو مرستې شویدي.