ایکنانیوز د تسنیم له قوله راپور راکړ،د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا لوړپوړې شورا یوشمیر غړو د طالبانو د حکومت د ریس الوزرا له مرستیال مولوی عبدالکبیر سره کتنه او خبرې وکړې.
د افغانستان ملی ټيلیویژني چینل هم راپور ورکړی ، د شعه عالمانو دشورا پلاوی په دغې کتنې کې وئيلي دي، په دغه هیواد کې د مذهب او قوم په عنوان سره دسیسې شنډې شوي دي .
ددغه راپور په اساس د افغانستان د طالب حکومت دغه لوړپوړي چارواکي هم په د غې کتنې کې وئيلي دي ،په افغانستان کې قومي ژبني او مذهبی تعصبات ځاي نه لري او هیچا ته به اجازت ورنکړل شي، څو دغه شان مسئلو ته لمن ووهي .
د افغانستان د شیعه عالمانو د شورا له خوا محمد اکبری او سید محمد عالمی بلخي د پلاوي په نمایندګۍ سره خبرې وکړې او د طالبانو د حکومت له مشرانو او چارواکو سره د شیعه عالمانو د شورا د غړو دوامدرو لیدو کتو په نتیجې کې د د پام وړ مسئلو د حل په باب بحث شوی او د مشکلاتو لپاره ئې حل لارې پيدا کړي دي.