IQNA

له ایران سره د افغانستان په پولې کې د داعش دوه تاجیکستانی غړي ونیول شول

8:18 - April 13, 2024
د خبر لمبر: 3489039
ایکنا – د افغانستان له طالبانو سره نزدې یوې رسندوئې پخپل وروستي راپور کې ووئيل،له ایران سره د افغانستان په پولې کې د داعش تکفیری ترهه ګرې ډلې دوه تاجیکي وکړي  نیول شوي دي.

ایکنانیوز د العالم له قوله راپور راکړ،د افغانستان له طالبانو سره نزدې یوې رسندوئې راپور ورکړی دی ، د افغانستان د طالبانو دحکومت امنیتی ځواک په نیمروز ولایت کې د داعش ترهه ګرې ډلې دوه تاجیک وکړي نیولي دي.العالم چینل په راپور کې وئيلي دي ، د داعش نیول شوي وګړي وائي   د تاجیکستان ښاریز دي  او هغه مهال چې په روسیې کې ئې ژوند کاوه ،دغې ډلې ته بلل شوي وو.

ددغه راپور په اساس  دغه دوه داعشیان  وائي ، هغه مهال چې غوښتل ئې ددیني اوپوځي زړده کړو لپاره د پاکستان کویټه ښار ته لاړ شي، طالبانو ونیول

داپه  داسې حال کې دي چې د پاکستان او ایران په پولو کې  چې له افغانستان سره ئې هم پولې شریکې دي ، په همداوروستیو دوو اونیو کې یو شمیر ترهه ګرې پيښې شوي دي چې په لسګونو کسانو ته پکې مرګ ژوبلې اوښتي  دي . له دې سره سم د  افغانستان  د طالبانو لوړپوړو چاروکو په کرتو وئيلي دي، چې په افغانستان کې د داعش ترهه ګرې دلې هیڅ  وجود نشته  او دهغوي مرکزونه ئې ویجاړ کړي دي.

https://iqna.ir/fa/news/4209981

captcha